د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: مسعود اندرابي ته په برید کې زیان ندی رسیدلی


تر اوسه کومې ډلې د افغانستان د ملي امنیت پر سرپرست د برید مسولیت نه دی اخیستی.

تر اوسه کومې ډلې د افغانستان د ملي امنیت پر سرپرست د برید مسولیت نه دی اخیستی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې نن غرمه مهال یو وسله وال سړي د ملي امنیت د سرپرست په کورد برید ناکامه هڅه کړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا په وخت شنډه شوه.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د رسنیو دفتر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د برید پر وخت د ملي امنیت د ریاست سرپرست په خپل کور کې وو.

خو دا دفتر وایي چې په دغه برید کې هغه ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د ملي امنیت د ریاست د رسنیو دفتر وایي چې بریدګر ځانله وو او کله یې چې غوښتل د کابل د شش درک په سیمه کې د ملي امنیت د سرپرست مسعود اندرابي کورته ننوځي په عمومي سړک امنیتي کارکوونکو وپیژند او په ډزو یې ووژه.

د پیښې په سیمه کې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د غرمې په مهال نږدې دولس نیمې بجې یې د ملي امنیت د سرپرست کور سره نږدې دډزو د اواز د اوریدلو وروسته د یو سړي مړی چې په سړک پروت وو لیدلی دی.

دغو شاهدانو وویل چې د ډزو وروسته امنیتي کارکوونکو د ښاغلي اندرابي د کور شاوخوا سیمه کلابنده کړه او د شش درک سړک یې د خلکو د تګ راتګ پرمخ وتړه.

تر اوسه کومې ډلې د افغانستان د ملي امنیت پر سرپرست د برید مسولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG