د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د سعودي د ملاتړ په اړه، حکومت کې اختلاف نشته


ښاغلي عبدالله عبدالله د حرمینو شریفینو نه دفاع د هر مسلمان وظیفه وبلله.
ښاغلي عبدالله عبدالله د حرمینو شریفینو نه دفاع د هر مسلمان وظیفه وبلله.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د ملي امنیت د شورا له خوا د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان څخه د ملاټړ په باب د دریځ په برخه کې د حکومت دننه د اختلاف په هکله خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل، او وویل چې په دې هکله اختلاف نشته دی.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا د غونډې د پیل دمخه د خبریالانو په وړاندې خبرې کولی د حرمینو شریفینو نه دفاع یې د هر مسلمان وظیفه وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل "د افغانستان اسلامي جمهوریت د یمن په مسله دریځ درلود چې دا دریځ د ملي امنیت په شورا کې او د جهادي او سیاسي مشرانو سره د بحثونو وروسته اعلان شو چې یو ډیر څرګند دریځ دی. ټول مسلمانان حرمینو شریفینو ته ګواښ خپل ځان ته ګواښ ګڼي او د ګواښ په صورت کې ټول ځانونه په دفاع مکلف بولي چې د افغانستان دولت هم په دغه اعلامیه کې دا مسله یاده کړې ده ".

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئیس وویل چې افغانستان د حکومتونو دوام او مشروعیت ته قایل دی او په همدې اساس د یمن حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمي حکومت په توګه پیژندل شوی دی چې افغانستان هم په همدې قطار کې ولاړ دی.

ښاغلي عبدالله وویل د افغانستان ټینګار د سوله ایزې لارې د مسلې په هوارې باندې دی، هغه زیاته کړه "دا دریځ دی چې په هکله یې عمومي توافق موجود وو او موجود دی ".

د ملي یووالي په حکومت کې د سعودي عربستان نه د ملاتړ په برخه کې د حکومت د مشرانو ترمنځ د نظر د اختلاف په باب رپوټونه هغه وخت رسنیو خپاره کړل چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق خبریالانو سره په خبرو کې د یمن په جګړه کې د افغانستان بیطرفه پاته کیدل د دغه هیواد په ګټه وبلل.

د ښاغلي عبدالله دمخه د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند اجمل عبید عابدي امریکا غږ سره په مرکه کې د حکومت په دننه کې په دې مسله د نظر اختلاف رد کړی وو.

ښاغلي عابدي وویل "دا اعلامیه د ملي امنیت د شورا د ناستې په اساس صادره شوې، د اعلامیې مسوده، د افغانستان د اسلامي جمهوريت له جمهور رئيس او اجرائیه رئيس سره شریکه شوه، پخوا تر دې چې خپره شي، د جمهور رئيس او اجرائيه رئيس له منظورۍ وروسته خپره شوه".

خو د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د سعودي عربستان څخه د افغانستان ملاتړ به د افغانستان د ګاوانډې ایران د مخالفت سره مخ شي او دا کار به په افغانستان کې د ایران او سعودي عربستان د یوې نیایبتې جګړې سبب شي

د ولسي جرګې یو پخوانی غړی میراحمد جوینده وایي چې دا کار خامخا د ایران د ناخوښې سبب ګرځي.

ښاغلی جوینده وایي "ډیره په بیړه پریکړه شوې ځکه د جګړې په دواړو لیکو کې افراطي عقایدو لرونکي ډلې ولاړې دي که حوثیان دي او که د سعودي عربستان وهابیان دي، افغانستان تل په بهرني سیاست کې بیطرفه پاته شوی دی په خانګړې ډول چې حوثیان د ایران له ملاتړ نه برخمن دي ".

خو د افغانستان حکومت د نیابتې جګړې په باب اندیښنې بې ځایه ګڼي او وایي هیچا ته به په خبله خاوره د نیابتې جګړې اجازه ورنګړي.

XS
SM
MD
LG