د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ملي وحدت د حکومت موافقتنامه د خپلسرۍ په معنی نه ده


ښاغلی عبدالله وایي "هغه وخت تیر شوی چې څوک په شیرني او کولچو وغولول شي"
ښاغلی عبدالله وایي "هغه وخت تیر شوی چې څوک په شیرني او کولچو وغولول شي"

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ویلي دي چې خلک د هیواد د روان حالت نه راضي نه دي او هغه به د شنبې په ورځ په دې هکله د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره خبرې وکړي.

هغه وویل تمه لري چې د جمهور رئیس سره په خبرو کې "سالم عقل حاکم اوسي".

عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ یو شمیر ځوانانو ته په وینا کې وویل چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو موافقتنامه که "د جمهور رئیس د امر د ویتو په معنی نه ده، نو د خپلسرۍ په معنی هم نه ده ".

ښاغلي عبدالله وویل چې ځوانان او " د افغانستان د سیاست مشران ټول له مانه گیله لري چې ولی مو دلته ټینگار ونه کړ او ولی مو هلته ټینگار ونه کړ ". ښاغلي عبدالله هغه موارد چې انتظار یې کیده شرحه یې کړي په ډاگه نه کړل خو ویې ویل چې " ما تل حوصله کړې او ویلي مو دي چې انشاالله ټول کارونه په تدبیر سره پرمخ ځي".

ښاغلي عبدالله جمهور رئیس غني ته په خطاب کې په گیلې وویل چې د حکومت د جمهور رئیس سره د "یو پر یو" لیدنې لپاره په دریو میاشتو کې فرصت نه دی حاصل شوی.

ښاغلي عبدالله خبرداری ورکړ چې د ارگ سره په تعامل کې به "ځای خالي" نه کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی عبدالله چې د ملي وحدت په حکومت کې د جمهور رئیس غني شریک دی د ارگ پر سیاستونو باندې انتقاد کوي، خو دا ځل یې د خبرو بڼه په زغرده او جدي وه.

د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه د ښاغلي عبدالله د څرگندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG