د لاس رسي وړ اتصالات

غني او عبدالله "له کړکیچ نه د وتلو لارې" موندلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ ناوخته د دویم ځل لپاره په ارګ کې سره مخامخ خبرې وکړې.

د افغان حکومت د مشرانو تر منځ په دویمې غونډه کې له روان سیاسي کړکیچ څخه د وتلو او د سیاسي موافقې د عملي کولو پر سر خبرې شوې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ ته وويل "په دغه لیدنه کې جمهور رئیس د یووالي د روحیې پر پیاوړتیا او اوسنۍ ستونزې باندې چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو بحث وکړ او لازمې حل لارې په ګوته شوې".

د ښاغلي فیصل په وینا، په غونډه کې توافق وشو چې په راتلونکو ورځو کې نورې غونډې هم وشي او بالاخره له دغو بحثونو څخه نتایج ترلاسه شي.

د افغانستان اجرائیه ریاست د دغې غونډې د جزئیاتو په هکله وايي، چې غونډه په یوه صمیمانه فضا کې ترسره شوې او د دغه هیواد په مهمو سیاسي مسائلو باندې په مثبتې روحیې خبرې اترې شوې دي.

که څه هم جمهوري ریاست په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو د ارګ څخه یوې سرچیني امریکا غږ ته وویل، په دې غونډه کې دواړه خواوې د مهمو مسائلو پر سر موافقې ته رسیدلي دي.

په همدې حال کې د مدني ټولنې ګډې کاري ډلې د حکومت له مشرانو څخه غوښتي چې خپل‌منځي اختلافات ختم کړي او د افغانستان په لویو لومړیتوبونو تمرکز وکړي.

د دغې ډلې غړو چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، د افغانستان اوسنی امنیتي او اقتصادي وضعیت ترینګلی وباله او ټینګار یې وکړ، چې حکومت باید روان حالت مثبتې لورې ته سوق کړي.

د مدني ټولنې د ګډې کاري ډلې رئیس محمد عزیز رفیعي وویل "د ملي یووالي حکومت رهبران د دې حق نلري چې د خلکو له رایو څخه د ځان لپاره د واک غوښتنې او اضافه غوښتنې په برخه کې ناوړه ګټه پورته کړي، هغوی د افغانستان د خلکو په وړاندې مسؤول دي، د واک د ویش موضوع نه یوازې د نظام مشروعیت بلکې د هیواد برخلیک هم ګواښي".

له بلې خوا د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان په دې باور دي، چې د حکومت د مشرانو تر منځ روانې خبرې به دومره ژر مثبته نتیجه ورنکړي.

د سیاسي چارو د کارپوهانو له ډلې سید احمد احمدي، چې د حکومتي مشرانو ترمنځ د وروستیو غونډو نتایجو ته خوشبینه نه دی وايي، دواړه مشران به په موقته توګه یوې نتیجې ته ورسیږي، خو د هغه پر وینا د دوی ترمنځ به اختلافات دایمي حل پیدا نه کړي.

هغه وویل "د ډاکټر عبدالله څنګ ته یو ګروپ ناست دی چې ورته نظریات ورکوي او تحریکوي یې او د نورو کارونو لپاره یې اماده کوي، د ډاکټر غني څنګ ته هم یو ګروپ شته ورسره چې هغه هم ددوی څنګ کې کار کوي او خپل امتیاز او برخې ته دوی ډيره توجه کوي".

په همدې حال کې اروپایي اتحادیې د افغانستان د حکومت د مشرانو ترمنځ د موجودو اختلافاتو پر ختمولو ټینګار کړی دی.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست رئیسې فدریکا موګریني، د چهارشنبې په ورځ له اجرائیه رئیس عبدالله او د پنجشنبې پر سهار له ولسمشر غني سره په ټیلفوني اړیکو کې ویلي، چې د روانو ستونزو ژر او دوامداره حل ته جدي اړتیا ده.

د اروپا د اتحادیې د خبرپاڼې له مخې، آغلې موګریني ویلي، چې د افغانستان او د افغانانو پرمختګ د دغه هیواد په سیاسي ثبات کې نغښتی دی.

XS
SM
MD
LG