د لاس رسي وړ اتصالات

کنړ کې د ناټو د هلیکوپتر په چاودنه کې تلفات اوښتي


کنړ کې د ناټو د هلیکوپتر په چاودنه کې تلفات اوښتي

کنړ کې د ناټو د هلیکوپتر په چاودنه کې تلفات اوښتي

نړیوالې قواووې وایي دغه پوځي هلیکوپټر د کوزیدو لږ شیبه وروسته وچاودید او یو کس پکی مړ شو.

ناتو لومړئ ویلي وو په چاودنه کې چې د کنړ د افغانستان په ختیځ کی په یوه هوایی اډه کی وشوه، دوه کسه مړه او لس تنه نور زخمی شوي وو.

خو ناټو وروسته بیا وویل چې اوه تنه زخمیان شوي دي چې د درملنې لپاره نږدی کلینک ته انتقال شوي دي.

د ایتلاف قواوو ویلی چی د چاودنی په وخت کی په دی هیلوکوپټر کی ٢٦ تنه ناست وو.

د دی چاودنی علت نه دی معلوم شوی ناتو وایی چی افغان عسکرو او د آی ساف قواوو د ناستی د کرښی امنیت نیولی و.

همدا شان د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی د پکتیکا په ولایت کی د یاغیانو په یوی حملی کی لږ تر لږه شپږ یاغیان وژل شوی دی. دغه وزارت وایی چی په وژل شوو کسانو کی ښځی او ماشومان هم شامل وو او د هغوی د سپرلۍ موټر په توغندی ویشتل شوی ؤ.

د یوه بل خبر له مخې ناټو وایي چې د هغوی یو عسکر د افغانستان په جنوب کې د سړک د غاړې د بم په چاودنه کې ووژل شو.

ایټالیه وايي له افغانستان نه د عسکرو ایستل پیلوي

د یوه بل خبر له مخی ایټالیی ویلی چی د ٢٠١١ م کال په نیمایی کی به د افغانستان نه د خپلو عسکرو تدریجی وتل پیل کړی.

د ایټالیی د بهرنیو چارو وزیرفرانکو فراتینی د لاس انجلس ټایمز سره په مرکه کی وویل چی ایټالیا به د انډیوالو ملکونو سره د تفاهم په فضا کی خپل عسکر وباسی اوداسی نیت لری چی د عسکرو وتل تر کال ٢٠١۴ م بشپړ شی.

XS
SM
MD
LG