د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس: متحدین دي په غیر منظمه توګه د افغانستان څخه نه وځي


ګیټس: متحدین دي په غیر منظمه توګه د افغانستان څخه نه وځي

ګیټس: متحدین دي په غیر منظمه توګه د افغانستان څخه نه وځي

دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس دنا ټو غړېو هېوادونو غږ کړېدی چې په افغانستان کې د عسکرو په مسله کې دوخت مسله په نظر کې ونېسی او په غېرمنظمه توگه له افغانستان څخه ونه وزی. په داسی حآ لکې چې امرېکا په تدرېجی ډول دخپلو عکسرو راکمول له دغه هېواد نه د جولای په مېاشت کې پېل کاندی.

رپوټ وایی چې گېټس خبرېالانو ته مخکی له مخکی نه ېو لېکلی متن چې ډېر قوی الفاظ پکې استعمال شوی ورکړ. هغه ووېل چې دی په اروپايي پاېتختونوکې له افغانستان څخه دوتلو زښتی ډېرې خبری اوری. خو په دې برخه کې کافې خبری نه اوری چې دا وظېفه څنگه په سمه توگه سرته ورسوو. گېټس ووېل دی په دې پوهېږی چې ېوشمېر اوروپاېې هېوادونو ډېر عسکر په افغانستان کې له لاسه ورکړل اوېوشمېر حکومتونه له سېاسی فشارسره مخ دی چې خپل عسکر له افغانستان څخه راوباسی. ښاغلی گېټس هغوی دېته وهڅول چې له هغه څه سره مقاومت وکړی چې په سېاسی لحاظ بېړه غواړی؛ هغه دناټو انډېوال هېوادونه جرئت ، او زغم ته وهڅول.

ښاغلي گېټس نن په برسلز کې دناټو دتړون د۴٧ غړو ملکونو د دفاع دوزېرانو په غونډه کې وېنا کوله. دافغانستان د دفاع وزېر عبدالرحېم وردگ هم په دغه غونډه کی موجود ؤ . هغه ووېل چې دډېروهېوادونو لپاره دامرېکا په شمول 2010 م کال په دغه نهه کلن جنگ کې د ډېرو ځانی تلفاتو کال و.

خو ښاغلی گېټس ووېل چې دافغانستان په هڅو کې تېرکال داسی پرمختگ راغلی دی چې انکار ترېنه نشی کېدلی. ددې ېوسبب داو چې دامرېکا په عسکروکې زېاتوالی راوستل شوی و. هغه ووېل په ا فغانستا کې هغه سېمی پراخه شوېدی چی امنېت پکې ساتل کېږی او دطالبانو جنگېالېو خپله روحېه باېللی ده. ځکه هغوی، په داسی حآ لکې چې په راتلونکېو تودو مېاشتو کې د سېمو د نېولو بېا کوشش کوی، له ډېرو سختو جگړو سره مخ دی. هغه ووېل چې د جنوب سېمی نوری دطالبانو کور نشی گڼل کېدلی. خو هغه ووېل چې ېاغېانو په تېر وخت کې د توافق قابلېت او مقاومت ښودلی دی اودی توقع کوی چې سختی جگړی به په مخ کې وی.

دامرېکا متحده اېالات به په هغو قواوکې چې ١۴ مېاشتی مخکی د عسکرو د زېاتولو له امله افغانستان ته لېږل شوې وې کموالی راولی . او دغه کموالی به د جولای په مېاشت کې پېل شی . گېټس ووېل چې امرېکا به هغه فو ق القاده پرمختگ چې تراوسه پورې حاصل شوېدی قربانی نکړی، ېا به هغه ځانی تلفات د سېاسی گټو لپاره قربانی نکړی چې تراوسه پورې منځته راغلی دی . هغه دناټوپر انډېوالو هېوادونو غږ وکړ چې هغوی هم همدغه لاره غوره کړی.

XS
SM
MD
LG