د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: د پاکستان د خوا د لارو بندیدل د دواړو هیوادونو په تاوان دي


ناټو: د پاکستان د خوا د لارو بندیدل د دواړو هیوادونو په تاوان دي

ناټو: د پاکستان د خوا د لارو بندیدل د دواړو هیوادونو په تاوان دي

اسوشیټد پرس خبري اژانس رپوټ ورکړیدی چې ناټو وایي هیله لري چې پاکستان د دوي د تدارکاتو د انتقال لپاره لارې خلاصې کړي، ځکه چې پنځه اوونۍ وشوې چې دا لارې بندې دي او له دې امله د دواړو هیوادونو، افغانستان او پاکستان اقتصاد ته زیان رسیږي.

د ناټو نطاق برید جنرال جکوبسن وایې چې که چیري دا لارې همداسي بندې هم پاتې شي، بیا هم د اتلاف قوه د تدارکاتو دومره ذخیری لري چې کولی شی په افغانستان کې خپل عملیات په همدې اوسنی اندازې جاري وساتي.

اسلام اباد دغه لارې چې ناټو پری خپل ۴٠ په سلو کې تدارکات په افغانستان کی خپلو قواووته انتقالوي، ځکه بندې کړې چې د نومبر په میاشتې کې یی ٢۴ سرحدي عسکر د ناټو په هوایي حملو کی ووژل شول.

د ایتلاف قوې په تیرو دوه کلونو کې په پاکستان باندې خپله اتکا کمه کړیده او د روسیې او د مرکزي اسیا د هیوادونو له لارو افغانستان ته تدارکات انتقالوي.

XS
SM
MD
LG