د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي د استوګنې پر ځایونو نور بریدونه نه کوي


ناټو وايي د افغانستان د چارواکو سره یې دا منلې ده چې د افغانانو د استوګنۍ پر ځایونو بمباري ونکړي. ناټو دغه پریکړه د تېرې اونۍ د پېښې وروسته وکړه چیري چې د افغانستان په ختيځ کې د یوې هوايي بمبارۍ له کبله ۱۸ ملکي افغانان ووژل شول.

ایتلافي ځواکونو د امریکا د نیویارک ټایمز او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو ته ویلي دي چې ایتلافي ځواکونه به د یاغیانو پر ضد چې د خلګو د استوګنې په ځایونو کې پټیږي خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي خو کله چې دا اندېښنه موجوده وي چې په سیمه کې ملکیان دي نو د نورو وسیلو په صورت کې به د هوايي بمبارۍ نه کار ونه خیستل شي.

دغه بیانیه یوه ورځ وروسته له هغه نه خپرېږي چې ولسمشر حامد کرزي وویل چې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان سترجنرال جان الن ژمنه ورسره کړې ده چې د خلګو د استوګنې په سیمو کې به هوايي بمبارۍ ودروي.

د جمعې په ورځ جنرال الن د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ ته سفر وکړ چې د ناټو د هوايي بمبارۍ له کبله د سیمه ایزو خلګو څخه بخښه وغواړي. افغان مامورین وايي چې په دې بمبارۍ کې ۱۸ کسه ملکیان ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم په کښي شامل وو. ناټو وویل چې د بمبارۍ پر مهال دوي د طالبانو یو قوماندان تعقیبوی.

ولسمشر کرزي دغه پېښه وغندله او وېویل چې هر ډول بمباري چې په لړ کې یې ملکیان وژل کېږي او د هغوي کورنه ویجاړیږي نه د توجع او نه هم د منلو وړ ده.

د تیرې اونۍ عملیات د هغو پېښو په لړۍ کې وروستۍ پېښه ده چې په لړ کې یې پر نړیوالو قواوو باندي د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې پړه اچول کېږي.

XS
SM
MD
LG