د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو : د افغانستان په جنوب کې ۴ عسکر وژل شوي


ناټو وايي چې څلور تنه عسکر یې د افغانستان په جنوب کې په تیرو دوو ورځو کې وژل شوي دي. ناټو وايي چې یو عسکر یې پرون د شنبې په ورځ د یاغیانو په برید کې او بل یې د بمي چاودنې له امله ووژل شو. دوه تنه نور سرتیري یې د شنبې په ورځ په یوې ترافیکي پېښه کې په جنوب کې وژل شوي دي.

ناټو د دغو سرتیرو په هکله څه نه دي ویلي.

په یوې جلا پېښه کې ایتلاف وايي چې یوه هلیکوبتره یې پرون د شنبې په ورځ بیړنۍ ناسته کړې ده. ویل کېږي چې په دې پېښه کې څوک نه دي وژل شوي. لومړني ریپوټونه وايی چې د الوتکې په رالوېدو کې د دښمن لاس نه وو.

XS
SM
MD
LG