د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو:د ۲۰۱۴ کال وروسته قانوني تضمین ته اړتیا ده


ناټو وایي د ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون لپاره یوې قانوني پشتوانې ته اړتیا لري.

د ناټو له نظره دغه قانوني پشتوانه به د امریکې او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون پر اساس را منځته شي .ناټو وایي ډاډه ده چی د دواړو هیوادونو تر منځ به دا تړون ضرور لاسلیک شي.

امریکایي چارواکي پدې لټه کښې دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ امنتیي تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.

خو افغان دولت بیا وایي چې تر هغه وخته به دا تړون لاسلیک نکړي چې د خپلې خاورې د ملي حاکمیت خوندیتوب او خپلې ملی ګټې یې پکښې نه وي تظمین کړې.

په افغانستان کې د ناټو ویاند هاینز فیلد من وایي سره له دې چې د دغه تړون لاسلیک د افغانستان او امریکې د دولتونو کار دی او ناټو یې په اړوند د څه ویلو واک نه لريخو بیا هم تینګار کوی چې په لاسلیک کولو سره به یې ډیری چارې آسانه شي .
XS
SM
MD
LG