د لاس رسي وړ اتصالات

افغان-ناټو-امریکا پوځي کمیسیون لومړنۍ غونډه وکړه

Britaniya - Riçmond şəhərində sel

Britaniya - Riçmond şəhərində sel

د افغانستان، امریکا او ناټو تر منځ د امنیتي‌ تړونونو کمیسیون د یکشنبې په ورځ په کابل کې خپله لومړۍ غونډه وکړه.

د افغانستان، امریکا او ناټو د امنیتي تړونونو کمیسیون د ګډې امنیتي غونډې په پای کې د افغانستان د دفاع سرپرست محمد معصوم ستانکزي وویل، چې د یوې ګډې کاري‌ کمېټې پر جوړولو سلا شوې ده.

ښاغلی ستانکزی وايي دا کمیټه به ګډ امنیتي ګواښونه ارزوي‌ او د له منځه وړلو لپاره به یې لارې چارې لټوي.

هغه وویل " له امریکا سره د امنیتي تړون د څلورمې مادې په اساس، ددغې کارې ډلې دنده دا ده چې دوی به خپله ارزیابي کوي، چې تهدیدات له کوم ځای نه دي او څنګه وسره مقابله وشي، په دې کار باندې فیصله وشوه. "

ښاغلي‌ ستانکزی وویل، ‌ هڅې روانې دي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان امنیتي‌ ځواکونو لپاره مالي‌ ملاتړ ترلاسه شي.

دغه راز غونډې ته د ناټو عمومي قوماندان جنرال کمپبل وویل چې د تړون عملی کولو ته ژمن دي او له افغان امنیتي‌ ځواکونو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال کمپبل وویل،‌ تېرو جګړو ښودلې چې وسله‌ وال طالبان له افغان امنیتي‌ ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري‌ او هغوی ته له سولې پرته بله لار هم پاتې نه ده.

نوموړي وویل چې همدا دفاعي او امنیتي ټړونونه دي چې په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونه یې غښتلي کړي، که تړون نه وای د هغه په خبره اوس به د افغان پوځ پولیسو فعالیت هم نه وای.

افغانستان او امریکا تېر کال د امنیتي او دفاع تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې واشنګټن د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز او روزنې کې مرسته کوي.

دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپل ټول تر ټولو لوی او قوي قرارداد بلل کیږي.

ولسمشر غني په وار وار د دغه تړون ارزښت ته په اشارې ویلي که، تړون نه وای شوی افغان حکومت ان د یوې میاشتې لپاره هم د خپلو امنیتي ځواکونو د اعاشې او ساتلو توان نه درلود.

XS
SM
MD
LG