د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال الن: ۱۹ میاشتې مخکي د افغانستان د راتلونکې په هکله دومره خوشبینه نه وم


امریکايي جنرال (جوسیف ډنفورډ) په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي ځواکونو د نوي قوماندان په توګه خپله دنده په رسمي توګه د یکشنبې په ورځ پیل کړه .

جنرال ډنفورډ د یکشنبی په ورځ په کابل کې د قوماندی د بدلون د مراسمو په ترڅ کې وویل چې دی د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي په داسی حال کې چې دوي د روښانه راتلونکی لپاره فرصت لري. جنرال ډنفورډ به د ناټو د قواوو څخه و افغان ملي امنیتي قواوو ته د انتقال څارنه وکړي په داسی حال کې چې نړیوال ایتلاف تیاری نیسي چې بل کال اکثره محاربوي عسکر له افغانستان نه وباسي.

د سمندري قواو ستر جنرال د خپل همکار او د ٣٥ کالو ملگري امریکايي جنرال جان الن نه ددغه لوړ رتبه مشری مسولیت په غاړه اخلي.

جنرال الن نولس میاشتې دغه وظیفه سرته ورسوله چې په یولس کلنې جګړه کې نوموړی د ایساف ترټولو نه د اوږده وخت لپاره قوماندان و. د ایساف خبر پاڼه وايي د ده ترمشرۍ لاندې دافغان قواو شمیر ( ٣٥٢٠٠٠ )زرو تنو ته ورسیدی او اوس په درست هیواد کې دعملیاتو زیاته برخه په غاړه لري. جنرال الن افغان ملي امنیتی قواوو ته د بغاوت د ماتیدو د تخنیک خطاب وکړ.


جنرال جان الن وویل چې ۱۹ میاشتې مخکي کله چې هغه د ناټو او امریکايي ځواکونو مشري په غاړه اخیسته، د افغانستان د راتلونکې په هکله دومره خوشبینه نه وو، لکه اوس چې دی.
XS
SM
MD
LG