د لاس رسي وړ اتصالات

وردګ: افغانانو ته سپارل کیدونکو ولسوالیو لست مو ناټو ته ورکړ


د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ (ښي) د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره روغبړ کوي.
د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ (ښي) د امریکا د دفاع له وزیر رابرټ ګیټس سره روغبړ کوي.

د اسوشتېد پریس خبری اژانس لېکی چې دافغانستان ددفاع وزیر وايیي دی توقع کوي چې ناټو د هغو ولایتونو او ولسوالیو لست منظور کاندي چې په هغو کې به د ایتلاف قواوې امنېتی مسوولیتونه افغان پوځ او پولېسو ته وسپارل شي.

د افغانستان ددفاع وزېر رحېم وردگ نن د پنجشنبی په ورځ د ناټو د وزېرانو مجلس کې د گډون لپاره برسلز ته ولاړ. هغه ووېل ددغی پروسې شروع کول یو ښه خبر و.

د افغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی پلان لری چی د مارچ 21 مه د کابل نه بهر سېمی د اولنیو سمېو په توگه اعلان کړی چې د افغانانو کنترول ته به وسپارل شي.

ښاغلي کرزی ووېل دی پلان لری چې پنځه یا شپږ ځایونه په نښه کړي، خو تر اوسه ېې مشخص کړي ندي.

رپوټ وايی چی دغه عبوری مرحله دناټو داېتلاف لپاره د یوې خروجي پالیسی په توگه ډېره مهمه ده. ناټو هېله لری چې په بشپړه توگه تر 2014 م کال پورې افغانانو ته د امېنتی مسوولتونو د سپارلو بهېر پای ته ورسوي.

د اسوشتېد پرېس خبری اژانس په پاې کې لېکی چې ناټو اوس په افغانستان کې 145،000 عسکر لري.

XS
SM
MD
LG