د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې نړیوال ایتلاف وايي چې د تیرکال د اګست په پرتله سږ کال د اګست په میاشت کې د یاغیانو بریدونه ۹ په سلو کې کم شوي. دغه بریدونه د مې او جون د میاشتو راهیسې مخ پر کمیدو شول.

ناټو وايي چې په پسرلي کې د کوکنارو لنډ فصل په دې معنی وو چې د دوبي جګړه به مخکي له وخت نه پیل شي.


دغه تړون وايي چې آمار ښيي چې د یاغیانو په بریدونو کې د جولای د میاشتې د پیل نه کموالی راغلی او تر اګست پوري یې ادامه پیدا کړی. د سیمې په لحاظ په شمال او جنوب کې بریدونه کم شوي خو په شمال او لویدیځ کې بریدونه زیات شول.


په مجموع کې ناټو وايي چې د تیرکال په پرتله د یاغیانو په بریدونو کې ۵ فیصده کموالی راغلی دی.
XS
SM
MD
LG