د لاس رسي وړ اتصالات

په نورستان کې د قیمتي ډبرو ناقانونه استخراج روان دی


د نورستان چارواکي وايي د شوې سروې له مخې په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو ۳۷۱ زیرمې شته دي.
د نورستان چارواکي وايي د شوې سروې له مخې په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو ۳۷۱ زیرمې شته دي.

د نورستان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې دقیمتي د کانونو غیر قانوني کیندنې دپام وړ زیاتې شوي او دا وخت په ۳۷۱ کاونونو کې خپل سرې کېندنې روانې دي.

ددغه لرې پروت نا امنه او غرني ولایت په کابو ټولو ولسوالیو کې دقیمتي ډبرو داسې کانونه اټکل شوي، چې که په فني توګه وویستل شي د میاشتې میلیونونه افغانۍ عواید به ترې ترلاسه شي.

د نورستان دکانو او صنایعو ریس عاشق الله همکار امریکا اشنا غږ ته وویل، چې دغه کیندنې له امنیتي ولکې په وتلو سیمو کې روانې دي.

نوموړي وویل" په نورستان ولایت کې دابدایي سروې له مخې ۳۷۱ کانونه شته دی، چې ټولو کې غیر قانوني کار کېږي او دحکومت پرې وسه نه کېږي".

هغه وايي په نورستان کې له یعقوتو او زمرودو داسې کانونه شته، چې ان یو کاڼی یې تر درې ملیون افغانۍ پلورل شوی دی .

عاشق الله همکار وايي داسې هڅې پیل کړي، چې یو شمېر ځايي خلک ددې لپاره وروزي تر څو دغه کانونه په قانوني بڼه راوباسي خو تر هغې چې په سیمه کې امنیتي حالات نه وي سم شوي،ددغه کیندنو لړۍ نه شي ټپېدلی .

دنورستان ځايي خلک دکانونو په غیر قانوني کېدونو کې پولیس ناغېړن ګڼي او وايي دامنیتي پوستو په څنګونو کې هم په رڼا ورځ لټې او دخټینو بمونو چاودنې کېږي.

دوی وايي داخلي او بهرنیو سوداګرو په دغه کانونو پانګونې ګړي او حکومت پرې ځانونه غلي کړي دي.

دډېرو خلکو نیوکه داده،چې دنورستان له کانونو راوتلي قیمتي کاڼي دکونړ،ننګرهار او لغمان له ولایتونو اوړي او دپاکستان په بازارونو کې په خورا لوړ قیمت پلورل کېږي.

په ولسي جرګه کې دنورستان دخلکو پخوانی استازی او قومي مشر حاجي داد محمد همدا خبر کوي او وايي،چې حکومت دې ځان لږ ګړندی کړي.

خو دنورستان امنیه قومانداني وايي کانونه تر ډېره په هغو ساحو کې کیندل کېږي،چې له حکومتي ولکې وړاندې وي.

امنیه قوماندان مل پاسوال خلیل الله ضايي امریکا غږ ته وویل" اکثره کانونه په داسې ساحو کې دي چې هلته امنیتي حالات خراب دي ځکه نو دغه لړۍ نه ده بنده شوې".

دنورستان اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي، چې دبهرنیو مرستو په کمېدو او دبې کارۍ کچې په لوړېدا سره دغلته اکثره خلکو دکانونو غیر قانوني کېدنو لاس اچولی.

په ختیځو ولایتونو کې دقیمتي ډبرو ټولنې امریکا غږ ته ویلي ،چې تېر کال دلږ تر لږه یو ملیون امریکا يي ډالرو په ارزښت قیمتي کاڼي یواځې دپاکستان هېواد ته قاچاق شوي و.

که څه هم دافغانستان په کچه په ډېرو نورو ولایتونو کې هم دقیمتي ډبرو پسې دغېر قانوني کېدونکو لړۍ له کلونو راهیسې راونه ده ،خو دډېرو په باور که حکومت دامنیتي حالاتو سمون او دکانونو قانوني استخراج ته لاره اواره نه کړي نو دغه ملي شتمني به تر راتلونکو څو کلونو دجارو کېدو حالت نه ورسي.

XS
SM
MD
LG