د لاس رسي وړ اتصالات

چخانسوري: د نبیل څرګندونې درواغ دي


چخانسوري د ملي امنیت پخوانی رئيس رحمت الله نبیل پدې ګرم کړ، چې د هغه په وخت کې د ملي امنیت د ادارې منابعې په ناسم ځای کې لګول کیدې
چخانسوري د ملي امنیت پخوانی رئيس رحمت الله نبیل پدې ګرم کړ، چې د هغه په وخت کې د ملي امنیت د ادارې منابعې په ناسم ځای کې لګول کیدې

د ولسمشر ویاند د ملي امنیت د پخواني رئيس رحمت الله نبیل وروستۍ څرګندونې له معلوماتو خالي، د هغه د عقدې، سیاسي او د شخصي علایقو په اساس وبللې.

د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل په شهرنو کې د وړمې شپې له برید وروسته تېره ورځ ځینو رسنیو ته ویلي وو، چې د ولسمشر غني لاسوهنو هیواد بحران خواته وړی دی. هغه په خپلو څرگندونو کې ولسمشر غني په حکومتي ادارو کې په بې ځایه لاسوهنو هم ګرم کړ.

نبیل دا هم ویلي وو، چې د ولسمشر غني لاسوهنو ترهګر لا هم زړه ور کړي دي. هغه ویلي وو چې د ملي یووالي د حکومت مشرانو په ځانګړي ډول ولسمشر ته سپارښتنه کوي، چې له بحران نه د افغانستان د وتو لپاره دې په امنیتي ادارو کې له لاسوهنو لاس واخلي او یا دې هم له واک تیر شي.

خو د ولسمشر غني ویاند محمد هارون چخانسوري نن ماذدیګر خبري کنفرانس ته وویل چې د رحمت الله نبیل څرګندونې درواغ دي، معلومات یې نیمګړي او له تشې سره مخ دي.

چخانسوري وویل" د رئیس جمهور د صلاحیتونو په اړه منحیث د سر اعلی قوماندان په توګه د نبیل معلومات کم دي، دې پدې نه پوهیږي چې رئیس جمهور کوم صلاحیتونه لري، رئيس جمهور په تېرو دوو کلونو کې هڅه کړې، چې په امنیتي ادارو کې لازمه هماهنګي منځته راوړي".

د ملي امنیت اداره

د ولسمشر ویاند خبري غونډې ته وویل چې د ملي امنیت اداره اوس تخصصي شوې او له تحلیلي حالت وتلې ده. هغه وویل چې د ملي امنیت اداره کې اصلاحات راغلي، واضح سمت لري او له سرچینو یې په بشپړه توګه کار اخیستل کیږي.

چخانسوري د ملي امنیت پخوانی رئيس رحمت الله نبیل پدې ګرم کړ، چې د هغه په وخت کې د ملي امنیت د ادارې منابعې په ناسم ځای کې لګول کیدې.

چخانسوري وویل" نبیل د ملي امنیت له ادارې یوه تحلیلي اداره جوړه کړې وه، نور اقدامات یې نه درلودل، امکانات او منابع چې هلته وو، له هغو څخه یې موثره استفاده نه کوله، په ډېرو داسې ځایونو کې دا منابع لګېدې، چې د ملي امنیت په ګټه نه وې".

د ولسمشر ویاند وویل چې ټول بنسټونه په خپلواکۍ سره کار کوي او داسې هڅې روانې دي چې امنیتي ادارې غیرسیاسي شي.

رحمت الله نبیل انګیري چې په شهرنو کې د وړمې شپې برید دده په یو دفتر پلان شوی و، هغه یوې رسنۍ ته دا هم ویلي، چې له دغه برید یو ساعت مخکې طالبانو او حقاني ډلې ورته خبر ورکړی چې اوس ستا وار دی.

د واشنګټن پوسټ د لیکنې په اړه غبرگون

د ولسمشر ویاند د واشنګټن پوست وروستی خبر چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان او په خپله ولسمشر غني یو مشکل دی وویل چې د واشنګټن پوست لیکنه هم یو اړخیزه وه او معلومات یې ناسم وو.

د چارو د څیړونکو په وينا دا چې د ملي یووالي د حکومت دوه کاله مخ په پوره کېدو دي، د سیاسي اړخونو له لوري ددې حکومت په مشرۍ فشارونه هم مخ په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG