د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي امنیت د سرپرست په اړه بېلابېل نظرونه


مسعود اندرابي مخکې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست اپراتیفي مشر وو.
مسعود اندرابي مخکې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست اپراتیفي مشر وو.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل له خپلې دندې استعفا وکړه او ولسمشر محمد اشرف غني هم سمدستې د دغه ریاست د عملیاتو د چارو مشر مسعود اندرابي سرپرست وټاکه.

ښاغلی اندرابي له څه وخت راهیسې د ملي امنیت په ریاست کې کار کوي، او دا لا روښانه نه ده چې دی د ولسمشر غني او یا اجرايي ریس عبدالله عبدالله له لوري دغې دندې ته پېژندل شوی دی.

ځینې وايي، جنرال مسعود اندرابي ډير ځوان دی او د استخباراتو په برخه کې یې محدود فعالیتونه کړي او د دې دندې د پرمخ وړلو لپاره یو پوخ او د زیاتې تجربې درلودونکي شخص ته اړتیا ده خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې هغه په افغانستان کې د پخوانیو استخباراتي کدرونو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې او سم مدیریت کولی شي چې د دغې ادارې چارې سمبالې کړي.

د چارو څیړونکی جاوید کوهستاني وايي، مسعود اندرابي د افغانستان د ملي امنیت د ریاست لپاره تر ټولو ځوان مشر دی او پر وینا یې، د ملي امنیت ریاست د چارو د سمبالولو لپاره یو داسې کس ته اړتیا ده چې د استخباراتو په برخه کې زیاته تجربه ولري او د منځني عمر درلودونکی وي.

ښاغلي کوهستاني وویل "په ټولو هیوادونو او نړۍ کې ان په لویدیځ کې معمول ده چې د استخباراتي ادارو په برخه کې په کار پوه، د منځني عمر لرونکي او هغه کسان چې د بیلابیلو رژیمونو له تجربو څخه برخمن دي د ادارې د سمبالولو واګې ورته سپارل کیږي، د دې لپاره چې هغوی د نورو هیوادونو د استخباراتي سازمانونو او ټولو ډلو پر وړاندې د خپلو هیوادونو تاریخي ګټې پيژنې او ورباندې پوهیږي."

خو بلخوا ځینې امنیتي او سیاسي کارپوهان بیا وايي جنرال اندرابي د ملي امنیت په عملیاتي برخو کې فعالیت کړی، د کوم سیاسی ګوند غړیتوب نه لري او د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده‌کړې کړي چې له همدې امله د ملي امنیت ریاست د سرپرستۍ چارۍ ورسپارل شوې دي.

د افغانستان د استخباراتو یو پخوانی چارواکی اکبر جان آرزومند وايي جنرال اندرابي د افغانستان د امنیتی ځواکونو د یو ځوان افسر په توګه کولی شي چې د پخوانیو استخباراتي کدرونو له تجربو او مشورو څخه په ګټې اخیستنې د ملي امنیت ریاست چارې سمبالې کړي.

هغه وویل "دی په دې وروستیو څو کلونو کې له تخنیکي چارو سره بلد دی او آشنا شوی او دی کولی شي چې نور هغه نوي تخنیکونه چې په دنیا او منطقه کې رواج دي، د ملل متحد، د ګاونډیو او هغو هیوادونو په مرسته چې له افغانستان سره همدا اوس همکاري کوي راجلب کړي، د دې لپاره خو پالیسي په کار ده، نو هغه په یو څو خارجي ژبو پوهیږي او په څنګ کې یې په تخنیکي اداره کې کار کړی او بیا معاون د اوپراتیفي پاتې شوی دی چې دا یې ډير مثبت فاکتونه دي."

مسعود انداربي د رحمت الله نبیل له استعفا وروسته د افغان ولسمشر لخوا د ملي امنیت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

جنرال مسعود اندرابي دوه کاله د ملی امنیت ریاست د اوپراتیفی مرستیال او له هغې وړاندې د همدې ادارې د ۴۲ ریاست مشري په غاړه درلوده او په همدې توګه اوه کاله یې د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره کې دنده ترسره کړې ده.

مسعود اندرابي د مدیریت او معلوماتی تکنالوژۍ په برخه کې لوړې زده‌کړې کړي، د ملی ژبو سر بیره په عربی، اردو او انګلیسی ژبو خبرې کولی شي.

XS
SM
MD
LG