د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانیان، له پاکستان نه خپل تاریخي اثار غواړي


د افغانستان لرغوني اثار
د افغانستان لرغوني اثار

د نورستان ولایت مشران له افغان لوړپوړو چارواکو غواړي چې په ناقانونه توگه پاکستان ته د دې ولایت د قاچاق شویو تاریخي او لرغونو اثارو د بیرته ورکولو په هکله دې د هغه هیواد سره خبرې وکړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم امریکا غږ ته وویل، چې دپیښور موزیم لویه برخه د نورستان په اثارو ډکه ده "نورستان پخپله یو ډیر لرغونی مدنیت لري چې تاسې یې شاهد یاست چې زمونږ د کابل موزیم او د پیښور موزیم تقریبا یو ډیر لویه فیصدي اثار یې یوازې د نورستان له اثارو څخه دي."

هغه وايي، دغه تاریخي ابدات، چې د جګړو په کلونو کې په بیلابیلو نومونو قاچاقبرو وړي، پکې لرګین لوښي، ودانیزې ګل کارۍ، توږل شوې ډبرې او ګڼ نور اثار دي، چې لرغونتوب یې څو پیړیو ته رسیږي.

د افغانستان لرغوني اثار
د افغانستان لرغوني اثار

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کابل په ادارې غږ کړې چې پاکستان ته ناقانونه وړل شوي تاریخي میراثونه دې له هغه هیواد څخه بیرته نورستان ته ولیږدول شي.

هغه وايي که په دغه غریزه او تاریخي سیمه کې د یو موزیم د جوړېدو زمینه برابره شي نو د نړۍ خلک به یې ليدو ته لیواله شي " د اثارو د ساتلو لپاره یو فوق العاده ښه موزیم په نورستان کې جوړ کړي، دا یو ډیر غني موزیم وي او د لیدلو وړ به وي او ددې منطقې د اثارو د تمدن د نندارې لپاره به خلک راځي."

ددغه ولایت فرهنګي چارواکي مني، چې په تیرو څو لسیزو کې د نورستان ګڼ تاریخي میراثونه غلا شوي دي.

د اطلاعات او فرهنګ رئیس جلال الدین نورستاني امریکا غږ ته ومنله، چې ان د طالبانو د حکومت تر پرځیدو ددغه تاریخي ټاټوبي ګڼ اثار په بیلابیلو نومونو غلا شوي دي.

هغه وايي تاریخي لرګین لوښي، او نور تاریخي نایابه اثار له نورستانه وړل شوي او چا یې پوښتنه نده کړې.

د افغانستان په موزیم کې لرغوني اثار
د افغانستان په موزیم کې لرغوني اثار

هغه زیاتوي، چې ګڼو خلکو په خپله خوښه ساتلي تاریخي اثار په ډېره کمه بیه خرڅ کړي دي. د هغه په وینا که افغان حکومت له پاکستاني چارواکو سره د وړل شویو اثارو دبیرته سپارلو خبره پخه کړي نو د یو لوي مدنیت د خوندي ساتنې حق به یې ادا کړی وي.

د اطلاعات او فرهنګ رئیس وايي تیر کال ورسره د اطلاعات او فرهنګ وزارت په نورستان کې د یو لوي موزیم د جوړېدو ژمنه کړې وه، خو لا هم نده پلې شوې.

د ډېرو په باور که ددغه ولایت امنیتي حالت یو څه راسم شي نو د نورو د افغانانو سربیره به د نړۍ ګڼ شمیر سیلانیان دغه غرنۍ او شنې سیمې ته ورمات شي.

XS
SM
MD
LG