د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او عبدالله اختلافاتو پر حکومت منفي اغیز نه دی کړی


د افغانستان جمهوري ریاست او اجرايي ریاست دواړه وايي سره له دې چې ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله د ملي یوالي د حکومت د تړون لیک په اړه سیاسي او د نظر اختلاف لري، خو حکومتي چارې په ګډه مخ ته وړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دواړه مشران د کابیني او نورې اړوندې مهمې غونډې په ګډه مخ ته وړي او حکومتي چارې هم منظمې روانې دي.

نوموړي وویل "د مشرانو اختلافاتو حکومتوالي زیانمن کړې نه ده او ټول کارونه ښه او منظم روان دي. د بېلګې په ډول، د کابینې په وروستۍ غونډې کې هم ولسمشر او هم اجرایي رئیس برخه اخیستې وه او اجرايي رئیس د وزیرانو د شورا د غونډې مشري هم وکړه."

په همدې حال کې د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې د مشرانو ترمنځ اختلافات د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ لپاره دي، نه د کوم بل هدف لپاره.

ښاغلي فیصل امریکا غږ اشنا ته وویل "د مشرانو ترمنځ د نظر او سیاسي اختلاف هدف د کارونو ښه والی او د موافقې پوره پلې کول دي. د مشرانو ترمنځ د اختلاف له کبله حکومتي چارې ټکنۍ شوي نه دي بلکې د ملي ګټو په اساس هر څه ښه پر مخ روان دي."

د ارګ او اجرايي ریاست دغو دواړو ویاندویانو ټېنګار وکړ چې ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله به ډېر ژر بيا وویني، خود غونډې دقیق وخت يې ونه ښوده.

دوی داسې مهال دا خبرې کوي، چې څه موده مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ویلي وو چې د مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافات باید پوځي لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخامخ نکړي.

همدا نن په خپله اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو د شورا په غونډه کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه او پرمختګونه 'د دښمن د یرغل لویه څپه' وبلله او وې ویل چې ډېر ژر به یې مخه ونیول شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG