د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د تریاکو تولید کم شوی دی.


Afghanistan opium
Afghanistan opium
ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د تیرکال په پرتله سږکال ډیر کوکنار کرل شوي دي خو د تریاکو تولید بیا د تیر کال په پرتله کم شوی دی.

دغه سازمان وايي چې په تولید کې کمښت د دې لپاره راغلی دی چې سږ کال هوا خرابه وه او د تریاکو کروندې مرض وهلي دي.

د مخدره موادو د کر او تولید په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې چې نن خپور شوی دی ویل شوي چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله ۳۶ فیصده د تریاکو حاصلات کم شوي دي که څه هم ۱۸ فیصده ډیره ځمکه د کوکنارو د کرولو لپاره استعمال شوې ده.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان حکومت د اپیومو د کر په ضد خپلې هڅې زیاتې کړې دې خو د اپیومو د بیو لوړیدل بیا د دې سبب شوی دی چې خلګ د کوکنارو کرولو ته بیا مخه کړي.

افغانستان د نړۍ په کچه د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هیواد دی. ملګري ملتونه وايي چې د تریاکو کښت د افغانستان د ملي ناخالص تولیداتو ۴ فیصده تشکیلوي. دغه بیا د تیر کل په پرتله درې فیصده کم دی.
XS
SM
MD
LG