د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پاکستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو دپاره مرسته کولای شي


قریشي: پاکستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو دپاره مرسته کولای شي
قریشي: پاکستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو دپاره مرسته کولای شي

د پا کستان حکومت واېې چمتو دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د روغې جوړې خبرو لپاره لاره خلاصه کړی چې په سېمه کې سولې را مینځ شي.

دپاکستان دباندنیو چارو وزېر شاه محمود قرېشی نن خبرېالانو ته ووېل چې دسولې زیاتره نوښتونه باېد په خپله دافغانانو له خوا وې خو پاکستان چمتو دی چې په دغو خبرو کې د پرمختگ لپاره مرسته وکړي.

طالبان دپاکستان په مرسته دنونس سوه نوي مېلادي په لسېزه کې په افغانستان کی قدرت ته ورسېدل خو کله چې په کال ېو دپاسه دوه زره مېلادي په امرېکا باندې حملې وشوې نو پاکستان د طالبانو نه مخ وگرځاوو او دهغوی تحرېک ېې وغنده. امرېکاېې چارواکي واېي چې اوس هم دپاکستان د استخباراتو ځېنی کړئ دطالبانو سره خپله پخوانۍ دوستي او ارتباط په خپل حال ساتي.

د پنجشنبی په ورځ ناټو هم دطالبانو او افغانستان دحکومت په منځ کې د روغې جوړې د کوښښونو د پیل کېدلو سره خپل ملاتړ څرگند کړ.

پرون په بروسېل کې دناتو دېوې غونډې په وخت دناټو عمومي منشي انډرز فو رسموسېن ووېل چې په افغانستان کې نړېوالې قواوې غواړي چې دهغه په وېنا د دواړو خواو ترمینځ د خبرو لپاره عملا مرسته وکړي خو هغه په دې اړه نور څه تفصېلات ور نه کړل، بس هم دومره ېې ووېل چه ناټو به په افغانستان کې دطالبانو خلاف خپل نظامې فشار جاري ساتي. پرون په واشنگټن کې د سپېنې ماڼۍ وېاند رابرټ گېبز خبرېالانو ته ووېل چې د پوځي فشار له امله د طالبانو ځېنې قوماندانان مجبور شوي دي چې دسولې خبرو ته غاړه کېږدي.

که څه هم چې دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزي اعتراف وکړ چه په غېر رسمي سطحه ېې دطالبانو دځېنو مشرانو سره خبرې پیل کړې دي، مگر طالبانو دښاغلي کرزي ادعا رد کړه او غوښتنه ېې وکړه چې ترهر څه لومړی باېد خارجي قواوې دافغانستان نه ووځي، بېا به دسولې خبری کېږي.

امرېکاېي چارواکو هم څو ځل پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې خپلې وسلې دې پر زمکه کېږدي ، اساسي قانون د ې ومني او دالقاعدې سره دې خپلې اړېکی وشلوي.

XS
SM
MD
LG