د لاس رسي وړ اتصالات

تحلیلگران هغه رپوټ څیړي چې د پاکستان او طالبانو اړیکې ښيي


د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني (چپ) او د آی ایس آی رئیس احمد شجاع پاشا (ښي)
د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني (چپ) او د آی ایس آی رئیس احمد شجاع پاشا (ښي)

ددې اونۍ په پیل کې د برتانیې یوې تعلیمي ادارې وویل کره شواهد ښيي چې د پاکستان استخبارات په افغانستان کې له طالبانو سره مستقیمي اړیکي لري، خو د پاکستان حکومت دا تور ردوي.

په هغه رپوټ کی چی ددې هفتې په سر کی د لندن د اقتصاد د پوهنځي له خوا خپور سوی، ویل سوي دي چی د پاکستان دداخلي استخباراتو د خدماتو اداره یا

آی ایس آي نه یوازي دا چي افغان طالبانو ته پیسې، روزنه او پناه ځایونه برابروي، بلکي هغه ددغه تحریک د مشرتابه د مهمي شورا په فعالیتونو کي چی د پاکستان د کوټي په ښار کي ده، برخه لري.

په دغه څیړنه کي چی په افغانستان کي د طالبانو د نهو قوماندانانو سره چی د جگړو په میدانونو کي فعال نقش لري، د مرکو په اساس شوې، دا هم ښودل سوي دي چی د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري او د آی ایس آی یوه لوړ رتبه مامور د طالبانو د پنځوسو بندیانو سره چی په یوه پټ ځاي کي په بند کي شپې ورځي تیروي، کتلي دي. د رپوټونو په اساس دوی دواړو دغو بندیانو ته وویل چی موږ تاسی فقط د امریکا د فشار له مخي نیولي یاست او ژر به مو بیرته خوشي کړو.

د پاکستان حکومت دغه رپوټ په کلکه رد کړی دی.

د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته وویل چی دا رپوټ هغه قربانۍ چی دده ملک ورکړي دي، له پامه غورځولي دي. هغه وویل چی د پاکستان عسکرو او استخباراتي ادارې د تروریستانو سره په جگړه او د یاغیانو په ځپلو کي د خپلو خارجي انډیوالانو سره همکاري کړې ده.

ښاغلي قریشي داسي وویل:

« زه فکر کوم چي د نړۍ ډیرو ملکونو ته ددوی نقش ښه معلوم سوي دي. او ما ددې رپوټ په اوریدو سره ټکان وخوړ. »

مگر په کابل کي د طالبانو یو پخوانی مامور وحید مژده د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر ددې وینا سره موافقه نه لري. هغه وویل:

« دا کوم پټ راز نه دی. بلکي دا پوره واضح او څرگنده ده چی آی ایس آی د طالبانو سره مرسته او د هغوي ملاتړ کوي. »

مگر مژده د هغو تورونو په باب چی د پاکستان په جمهوررئیس آصف علي زرداري باندي لگیدلي او په خاص ډول دا چي د رپوټ اصلي منابع نه دي معلوم، موافقه نه لري.

د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي یوه نطاق وحید عمر وویل چی دده حکومت تل دا ویلي دي چی د طالبانو پټ ځایونه، د روزني مرکزونه او مالي منابع د افغانستان په خاوره کي دننه نه دي. هغه وایي :

« دغه ټول زموږ د سرحد ها خوا کي دي. او ترڅو پوري چي ددغو ځایونو چاره نه وي سوې، په افغانستان کي د تروریزم او تروریستانو سره جگړه هغه نتیجه نه ورکوي چي موږ ټول یې هیله لرو. »

کارپوهان د یاغي طالبانو سره د ملاتړ پړه په ډیرو نورو عواملو باندي هم اچوي چی د پاکستان نه نیولې تر ایران او حتی د خلیج تر ملکونو پوري رسیږي چی د یاغي طالبانو سره مالي مرستي کوي.

د افغانستان د تحقیقاتو او پالیسۍ د څیړنو د مرکز رئیس هارون میر وایی چی که دغه رپوټ صحیح وي نو هغه به د امریکا او پاکستان په روابطو باندي ناوړه نتیجې ولري. هغه داسي وایی:

« پاکستانیان په افغانستان کي د امریکایي عسکرو په وژلو کي مستقیم لاس لري. او امریکا په دې ښه پوهیږي، مگر هغه په دې باب چوپه ده. »

په دې وروستیو وختو کي پاکستان د امریکایي چارواکو سره مرسته وکړه او د افغان طالبانو ځیني یاغیان یې ونیول چی په دې ډله کی یې د طالبانو دوهمه درجه قوماندان ملا برادر هم د کراچي په ښار کي بندی کړ. مگر د پاکستان اردو زیاتره توجه خپله پاکستاني طالبانو ته اړولې ده.

د افغان د سیاسي چارو یو ماهر اکمل داوي وایی چی که یاغي طالبانو ته په افغانستان کي د حملو کولو د پاره آزاد لاس ورکړه سي، نو دا به پاکستان د هند له خوا د غټ گواښ سره مخامخ کړي. هغه وایی :

« په اوږده موده کي به افغانستان ته څه پېښ سي؟ څوک به په کابل کی حکومت کوی ؟ د شمال د اتحاد قواوي د اسلام آباد په نظر ایران او هند ته نژدې دي او دښمني قواوي یې بولي او اسلام آباد په اوږده موده کي ورته د مقابلې د پاره ځان چمتو کوي. »

د امریکا په مشري ائتلافي قواو په ٢٠٠١ کال کي د شمال د اتحاد په مرسته طالبان پسې واخیستل. د هغه وخت را پدې خوا د طالبانو دغي مخالفي ډلي د افغانستان په سیاسی حالاتو باندي تسلط قایم کړی دی.

کارپوهان په دې باور لري چی د شمال د اتحاد مشران په پاکستان باندي له دې کبله انتقادونه کوي چي پخوا یې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

هند هم افغانستان ته زیاتی بسپني ورکړي دي، مگر د پاکستان سره د هغه روابط د کشمیر د لانجې په سر خراب سوي دي او دواړو ددغی سیمي په سر تر اوسه پوري درې جگړې کړی دي.

XS
SM
MD
LG