د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړ


تیرکال هم د افغانستان په سرحدي سیمو باندې د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونو هم زیاته مرگ ژوبله اړولې وه.
تیرکال هم د افغانستان په سرحدي سیمو باندې د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونو هم زیاته مرگ ژوبله اړولې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ننگرهار پر سرحدي ولسوالیو باندې د پاکستاني پوځیانو د توپونو د وروستنیو ډزو په اعتراض کې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین احضار کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې د پاکستاني پوځیانو له لورې د ننگرهار ولایت پر لعل پورې او گوشتې ولسوالیو باندې په راکتي بریدونو کې یو افغان سرحدي ساتونکی وژل شوی او دوه نور سرتیري سخت ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري معین نصیر احمد اندیشه ددغو بریدونو د غندلو په ترڅ کې د پاکستان سفیر ته ویلي دي چې دغه وروستۍ سرحدي پیښه په داسې حال کې پیښیږي چې "د افغانستان خلک په کابل کې د وروستۍ ترهگریزې پیښې د شهیدانو په غم کې دي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین د پاکستان له سفیر څخه غوښتي چې "دغه سرغړونې باید ژر تر ژره بندې شي چې د دواړو گاونډیو هیوادونو اړیکې نورې زیانمنې نه شي."

د افغانستان پر ختیځو سرحدي ولایتو باندې د پاکستان د پوځیانو د توپ او راکټو بریدونه کومه تازه خبره نه ده چې د افغان چارواکو په وینا دمخه هم دا ډول پیښې د افغانانو د مرگ ژوبلې سبب شوې دي.

دا ډول پیښې په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د پراخو اعتراضونو سبب شوي دي.

XS
SM
MD
LG