د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د خبرو د پیل وړاندې شرطونه ایښودل په کار نه دي


ښاغلي سرتاج عزیز نن اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په تړاو د څلورو هیوادونو د استازو غونډه په خپله لنډه وینا پرانیستله.
ښاغلي سرتاج عزیز نن اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په تړاو د څلورو هیوادونو د استازو غونډه په خپله لنډه وینا پرانیستله.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز نن په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره د لارو چارو د لټولو د څلورو هیوادونو د استازو غونډې ته وویل د سولې د خبرو د پیل وړاندې شرطونه ایښودل په کار نه دي.

نن د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د پیل لپاره د لارو چارو د لټولو لپاره د څلورو هیوادونو، افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو غونډه پرانیستل شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی د افغانستان په استازیتوب برخه اخیستی ده او د پاکستان استازیتوب د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت معین کوي. د چین او امریکا په استازیتوب افغانستان لپاره د دغو هیوادونو ځانګړي استازي په دغه ناسته کې ګډون کړی دی.

ښاغلي غزیز دغې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د خپل حکومت تعهد تکرار کړ او په دې برخه کې یې تیره میاشت په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه او د غونډې په څنډو کې د جمهور رئیس غني او صدراعظم نواز شریف ترمنځ لیده کاته ډیر مهم وبلل.

هغه په خپله وینا کې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف سفر د سولې د بهیر په پیاوړي کیدو کې هم مهم وگاڼه.

ښاغلي عزیز که څه هم د سیاسي لارو د ستونزو حل یو ستونزمن بهیر په توګه یاد کړ، خو ددغه بهیر د بریالیتوب لپاره یې د ځینو اقداماتو یادونه وکړه چې په کې د سولې د خبرو د پیل وړاندې د شرطونو نه ایښودل هم شامل دي.

ښاغلي عزیز وویل "لومړی، د سولې او پخلاینې د بهیر اساسي هدف د داسې شرایطو برابرول دي چې د طالبانو ډلې د خبرو میز ته راوړي او هغوی وهڅول شي چې د زور زیاتې اقدامات د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول پریږدي، بنآ دا ډیره مهمه ده چې د سولې بهیر د پیل سره مخکې له مخکې شرطونه مل نه شي، ځکه دا زمونږ په نظر ګټور نه دي".

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو دغه سلاکار دا هم وویل ښه دا ده چې لومړی خبرې وشي او که چیرې خبرې بې نتیجې راووتلې نو بیا د هغو ډلو پر وړاندې چې پخلاینې ته چمتو نه دي د زور څخه کار واخیستل شي.

سرتاج عزیز وویل " د بهیر په ترڅ کې بشپړ او پرله پسې اقدامات به د طالبانو ډلو سره د مخامخ خبرو لپاره د لارې د پرانیستلو په برخه کې خورا مهم اوسي. د ناپخلا کیدونکو پر وړاندې د پوځي اقداماتو څخه کار اخیستل به، ټولو ډلو ته د خبرو د وړاندیز او په خبرو کې د ګډون د ځواب ویلو په برخو کې هغوی ته څه وړاندیز وړاندې نه کړي".

اوړمه ورځ جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان مشرانو جرګې غړو سره په خبرو کې د اسلام اباد د خبرو د پیل په هکله ویلي وو چې افغان حکومت داسې ژمنې ترلاسه کړي چې هغه وسله وال چې سوله نه غواړي پر وړاندې به یې پوځي اقدامات ترسره شي

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار په خپله نننۍ وینا کې په ځانګړي ډول د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغان حکومت د کوم بل چارواکي نوم وانخیست ، خو وې ویل چې په کار ده چې د ناپخلاکیدونکو پر وړاندې د زور څخه د کار اخیستلو اقدامات د خبرو وروسته ترسره شي.

ښاغلي عزیز وویل " د پخلا کیدونکو او نه پخلاکیدونکو ترمنځ توپیر او داچې څنګه د نه پخلاکیدونکو سره معامله وشي، هغه وخت کیدای شي چې دا تعقیب شي چې کله خبرو ته د هغوی د راوستلو ټولې لارې بندي او وکارول شي ".

خو بل لورته په کابل کې بيا اجرائيه ریاست بيا وايي، د اسلام اباد په نننۍ ناسته کې به هغه طالبان چې د سولې له بهير سره يوځای کيږي له هغو نه به تفکیک شي چې سولې ته نه حاضريږي.

د اجرائيه رئيس د ویاند مرستیال جاويد فیصل امریکا غږ ته وویل هغه کسان چې سوله کوي له هغوی سره به سوله کیږي او هغوی چې سولې ته نه حاضريږي له هغوی سره به له زور کار اخیستل کیږي.

جمهوررئیس غني د نه پخلاکیدونکوپر وړاندې وسله کارول کیږي

جمهور رئیس محمد اشرف غني اوړمه ورځ ددغو خبرو په هکله د افغانستان د مشرانو جرګې سناتورانو ته ویلي چې دا ځل افغانستان داسې ژمنه ترلاسه کړې ده چې هغوی چې سوله نه غواړي پر وړاندې به یې پوځي اقدامات وشي.

جمهوررئیس غني وویل "ترټولو مهم څه چې پیښ شوي او د کاغذ پرمخ راغلي هغه څلورمه مسله ده، پخلا کیدونکي او نه پخلاکیدونکي کسان سره جلاکیږي او دا ځل مو ژمنه ترلاسه کړې چې د نه پخلا کیدونکو کسانو پر وړاندې د وسلې او نورو وسایلو څخه کار اخیستل کیږي او پنځم شرط دادی چې نړیواله څارنه هم شته دی ".

همداشان جمهوررئیس غني د افغانستان خپلواکي او د خاورې بشپړ تمامیت خوندیتوب، د افغانستان د اساسي قانون بشپړ مشروعیت او د افغانستان د اوسنې نظام مشرړعیت د اسلام اباد د خبرو د مخکې شرطونو په توګه یاد کړې وو.

اجرائیه رئیس د مخامخ خبرو وړاندې دوه درې غونډې په مخ کې دي

دا ډول د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې په کابل کې يې د معتادینود درملنې له مرکز لیدنه کوله وویل چې له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو نه وړاندې به څو ناستې نورې هم وشي.

عبدالله عبدالله وویل د اسلام اباد په نننۍ ناسته کې د هغو ملکونو چې د سولې په تړاوو څه کولی شي حدود هم معلوم شي.

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د تیر میلادي کال د جولاۍ په میاشت کې په لومړي ځل سره ترسره شوې خو د افغان حکومت له لوري د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې له تائيد وروسته دا لړۍ ودرېده.

خو د ډيسمبر په مياشت کې په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د هيوادونو له ناستې وروسته د سولې د مذاکراتو په اړه بيا د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې له سره پیل شوې

XS
SM
MD
LG