د لاس رسي وړ اتصالات

پوځي مشران به د چمن- سپین بولدګ ستونزه حلوي


د دواړو خواو ترمنځ جنګ کې شاوخوا ۱۵ تنه ووژل شول
د دواړو خواو ترمنځ جنګ کې شاوخوا ۱۵ تنه ووژل شول

افغان چارواکي وايي په چمن-سپین بولدګ کې یې د پاکستاني ځواکونو سره له جنګ وروسته خبرې پای ته ورسېدې.

په دغو خبرو کې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق د افغانستان او جنرال ندیم د پاکستان استازیتوب کاوه، پرېکړه وشوه چې نورې خبرې به لوړ پوړي پوځي مشران کوي، خو معلومه نه ده چې دا مشران به کله سره وویني.

جنرال رازق وايي ځواکونه یې لا هم تیارسئ دي او پاکستاني او افغان پوځیان خپلو مخکنیو موقعیتونو او پوستو ته نه دي تللي دي. په دې مانا چې د دواړو خواو ترمنځ د بیا جنګ امکان هم ردېدی نشي.

افغان چارواکي وايي د پاکستان حکومت د سر شمېرنې یوه ډله د کندهار د سپین بولدګ ولسوالۍ د لقمان کلي ته استولې چې خلک ثبت او راجستر کړي. خو پاکستان ادعا لري چې دا د هغوی تر واک لاندې سیمه ده او له مخکې یې په دې اړه افغان لوري ته خبر ورکړی و.

افغان سرحدي پولیسو لقمان کلي ته د دغې ډلې مخه نیولې او لانجه له همدې جوړه شوې، دواړو خواو بیا ډزې کړي او شاوخوا ۱۵ تنه په کې وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي د پاکستاني پوځ په برید کې څلور سرحدي پولیس او دوه ولسي خلک وژلي او ۳۷ نور، چې ۱۴ یې سرحدي پولیس دي، ژوبل شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي د افغان ځواکونو په برید کې نهه ولسي خلک وژل شوي دي.

دواړو هېوادونو د یو بل ډیپلوماتان وربللي او په دې اړه یې ورته اعتراض کړی دي. د پاکستان لومړي وزیر پر پېښې خواشیني ښودلې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا د پاکستان یو پارونکی اقدام بللی دی.

XS
SM
MD
LG