د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان به په دوو ورځو کې د چمن سرحدي لار پرانیزي


د پاکستان او افغانستان پوله
د پاکستان او افغانستان پوله

پاکستان دغه سرحدي لار تړلي او دغه کار د دواړو ملکونو تجارت ته ډیر زیات تاوان رسولې دی.

د پاکستان چارواکي وایي چې هغه سرحدي جنجال چې پکې د دواړو خواو سرحدي محافظین وژل شوي، ښیی په روانه هفته کې حل شي.

د پاکستان پوځي چارواکي په دی ټینگار کوي چې دغه وسله وال تشدد هغه وخت پیدا شو چې د افغانستان قواوو د پاکستان د سرشمیرنې په کارکونکو ډزې وکړي.

د دغو ډزو په نتیجه کې د دواړو خواو نه څو تنه مړه او زخميان شویدي.

په خارجه چارو کې د پاکستان د صدراعظم خاص مشاور سرتاج عزیز ویلي دي چې اوس د دواړو ملکونو څیړنیزو ټیمونو د دغو سیمو د نقشې څیړنه شروع کړیده. ښاغلی عزیز وایي چې اسلام اباد د افغانستان د خاورې د نیولو سره علاقه نلري.

د چمن سرحدي لار د دغو نښتو نه وروسته د زرگونو مسافرو او د تجارتي او ترانزیتي کاروانونو په مخ وتړل شوه.

د افغانستان حکومتي چارواکي وایي چې د دوي سرحدي قواوو د خپلې خاورې د دفاع په خاطر په پاکستاني قواوو ډزي کړیدي.

د افغانستان د ملي امنیت ویاند تواب غورځنگ د امریکا غږ ته په مرکې کې وویل چې که چیرته د دوي په ملک تعرضي حمله وشي نو د افغانستان قواوې به ځواب ورکړي. ښاغلي غورځنگ وویل چې د افغانستان دولت د اصولو په اساس په دی باور لري چې ټول جنجالونه په خاص ډول د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې تشدد د خبرو د لارې حل کیدی شي. هغه زیاته کړه "په دی کې شک نشته چې زمونږ امنیتي قواوې د ملک په هر گوټ کې دیته تیارې دي چې د خپل ملک نه دفاع وکړي."

افغانستان په پاکستان تور لگوي چې په پاکستان کې ځیني عناصر په خاص ډول د هغه ملک استخباراتي اداره آي ایس آي د ترهگرو ملاتړ کوي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وایي چې په خپله د ترهگرۍ قرباني دی. پاکستان ځینې وخت داسي ادعاگاني هم کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان د سرحدي سیمو نه په پاکستان خونړۍ حملې کوي او د کابل نه غواړي چې د هغوی په ضد اقدامات وکړي.

د افغانستان چارواکي وایي چې هغوي د ټولو ترهگرو په ضد یو شان اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG