د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ټیم به د سیالیو لپاره پاکستان ته ځي


د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش د امریکا غږ آشنا تلویزون سره مرکه کې ویلي دي چې دوي پاکستان سره یوه هوکړه لیک تیار کړی دی چې د لاسلیک کیدو سره به یې د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې د کرکټ یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.

خو تر اوسه د پاکستان لخوا ځواب نه دی راغلی نو هرکله چې رسمیات ترسره شي نو اول به افغانستان پاکستان ته سفر کوي او بیا به را روان کال ته پاکستان په دوبۍ کې د دوي میلمه وي.

یاده دې وي چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر شهریار خان هم په وروستيو مطبوعاتي خبرو کې افغانستان سره د کرکټ د سیالیو په اړه رضا مندي ښودلې وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله دانش

ښاغلي دانش د کرکټ د اسیايي جام او د نړیوال جام دپاره د ټیم د اعلانولو په اړه وویل چې هند کې د دریو تمرینو شل اوریزو سیالیو نه پس به دوي گوري چې کوم ١٥ لوبغاړي را روانو نړیوالو سیالیو دپاره غوره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي رئیس نسیم الله دانش مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:44 0:00

XS
SM
MD
LG