د لاس رسي وړ اتصالات

علومي:د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژنو


جنرال علومي وايي د ډیورنډ تش په نامه سرحد هېڅکله د افغانستان د دولتونو له خوا په رسمیت نه دې پیژندل شوې.
جنرال علومي وايي د ډیورنډ تش په نامه سرحد هېڅکله د افغانستان د دولتونو له خوا په رسمیت نه دې پیژندل شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وایي چې افغان حکومتونو هیڅکله د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژندلې ده او د دغې کرښې په اوږدو کې د میشتو قومونو ترمنځ عادي تګ راتګ دوام لري.

ښاغلي علومي د چهارشنبې په ورځ په جګړې کې د وژل شویو افغان پولیسو د کورنیو له غړو سره په خبرو کې وویل چې افغانستان تل له پاکستان سره د خپل سرحد په اوږدو کې د ورانکارو او تروریستانو مخه نیولې ده.

جنرال علومي وویل "د ډیورنډ تش په نامه سرحد هېڅکله د افغانستان د دولتونو له خوا په رسمیت نه دې پیژندل شوې، یو تش په نامه کرښه ده چې د افغانستان او په اصطلاح د قومونو ترمنځ چې هلته موجود دي یو سرحد یې جوړ کړی دی."

وزیر علومي وویل چې دا په دې معنی نه ده چې افغانستان د سرحد د هغې خوا څخه د سرحد دیخوا ته د راتلونکو تروریستانو او ورانکارو په خلاف اقدام ونه کړي.

پاکستان تل د ډیورنډ د کرښې په باب د افغان حکومت د دریځ په اړه ویلي چې د ډیورنډ د کرښې مسله د تل لپاره حل شوې او دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي سرحد دی.

طالبان او پاکستان

جنرال علومي وویل پاکستاني چارواکي د طالبانو په مشرتابه باندې د خپل کنټرول د ساتلو لپاره، د طالبانو ترمنځ د پېدا شویو ستونزو د حلولو په هڅو بوخت دي.

هغه وویل " نه یوازې دا چې ومې ویل چې مرکزونه او مشران یې هلته وو ، نن د رهبرانو ترمنځ د واک ویش هم ګورو چې زمونږ اوستاسو د ګاوندې هیواد د چارواکوله خوا ترسره کیږي چې څوک د واک په ګدۍ کښینوي او څوک لېری کړې اوبیا هغه څوک په خپل کنټرول کې ولري چې د هغوی لاسپوځي وي ".

خو طالبانو په خپلو لیکو کې د درځ په باب رپوټونه د بهرنیانو تبلغات بللي او په هغو طالب مشرانو چې د مشرتابه د ټاکلو په سر د ملا اختر محمد منصور سره اختلاف لري د همکارۍ غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG