د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: غني سره به د سولې پر مذاکراتو وغږیږو


ښاغلی عزیز وايي د کنفرانس موخې له افغانستان نه د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ دی

ښاغلی عزیز وايي د کنفرانس موخې له افغانستان نه د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ دی

د اسیا زړه په کنفرانس چې سبا د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې پیل کیږي د ١۴ هیوادونو چارواکي گډون کوي او دوه ورځې به دوام وکړي.

د پاکستان د صدراعظم د باندنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د امریکا غږ د اردو څانگې سره په مرکه کې وویل چې دا یو خورا مهم کنفرانس دی چې چین او روسیه یې هم غړي دي او یو شمیر اروپایي هیوادونه هم ونډه اخلي چې ددې پروسې ملاتړي دي.

د اسیا زړه کنفرانس په ٢٠١١ کې د افغانستان سره د پیوستون او ملاتړ لپاره پیل شو چې ددې هیواد سره امنیتي او اقتصادي مرستې وشي. د اسیا زړه کنفرانس کې ١۴ هیوادونه برخه اخلي او ١٧ نور د استانبول د پروسې همکار هیوادونه هم په کې ګډون لري.

ښاغلی عزیز وایي چې په دې کنفرانس کې چې هر کال دایریږي په کې به لومړی د افغانستان امنیتي، ټولنیز او اقتصادي حالات و ارزول شي او ټول غړي هیوادونه به د افغانستان سره د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړي.

ښاغلی عزیز وایي چې ددې کنفرانس اعلامیه خورا مهمه ده ځکه چې د نړۍ ټول هیوادونه په افغانستان کې د امن غوښتونکي دي او نه غواړي هلته کورنۍ جگړه اوسي.

ښاغلی عزیز وایي ښایي ځيني هیوادونه له افغانستان سره د مرستو پر سر هم خپلې ژمنې بیا تازه کړي.

هغه وایي چې له دې څخه غیر شاوخوا شپږ نورې مسلې هم په نښه شوي چې کنفرانس به پرې خبرې وکړي چې په هغو کې د ترهگرۍ ضد مبارزه، د مخدره توکو قاچاق، د بېړنیو پیښو مدیریت، د غذایي توکو امنیت او ارتباطات شامل دي.

کنفرانس به د سیمه ییز تخنیکي گروپ رپوټ هم واوري چې ټول کال یې کار کړی او مختلف مسایل یې ارزولي دي.

ښاغلی عزیز وایي چې دریمه برخه د کنفرانس په څنډه کې لیدنې کتنې دي چې د افغانستان جمهور رئیس هم راځي او د هغه سره به لیدنې وشي چې په هیواد کې امن څنگه راشي او د سولې خبرې څنگه بیا پیل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې دغه کنفرانس ته د یو واضح پيغام سره ور روان دی.

XS
SM
MD
LG