د لاس رسي وړ اتصالات

پېښور ته د افغان کډوالو پر ننوتلو بندیز ولګېد


پولیس وايي د دغه کار هدف یوازې د محرم په ورځو کې د امنیت ټېنګول دي.
پولیس وايي د دغه کار هدف یوازې د محرم په ورځو کې د امنیت ټېنګول دي.

په پېښور کې چارواکو پر افغان کډوالو غږ کړی چې د محرم په ورځو کې دې په ښار او لارو کوڅو کې تګ راتګ نکوي. پولیس چارواکو پر بې ځایه شویو قبایلو هم بندیز لګولی چې ښار ته به نه ننوځي.

پولیسو په لارو کوڅو کې اعلانونه او لوحې ځړولي دي؛ په یوې لوحې باندې لیکل شوي "د وسلو په ګرځولو بندیز دی، پاروونکي تقریرونه به نه کیږي او پيښور ښار ته به د افغان کډوالو او بې کوره شوو قبایلو په ننوتو او ګرځېدو بندیز وي".

د پاکستان پولیس وايي چې د دغه کار هدف یوازې د محرم په ورځو کې د امنیت ټېنګول دي؛ د افغان کډوالو او قبایلو سره د کومې ستونز په مانا نه ده.

د پېښور یو پولیس چارواکي ریاض علی شاه وویل " قبایل زمونږ وروڼه دي خو محرم کې دامنیت ساتلو لپاره دا اقدام ضروري و."

ده وویل دا بندیز د قبایلو، افغان کډوالو او ښاري سیمو د ټولو وګړو لپاره دی.

دا مهال سلګونه زره افغانان په پاکستان کې اوسیږي چې ډېر یې په خیبر پښتونخوا او په خاص ډول د پېښور په ښار کې ژوند کوي.

یو شمېر امنیتي چارواکو په تېر کې ځينې افغان کډوال په ناامنیو تورن کړي او نیولي هم وو.

نیوکې

د کډوالو او بشري حقونو فعالانو د پاکستان د پولیسو په دغه کار نیوکې کړي دي؛ یو شمېر فعالانو پاکستان حکومت له قبایلو سره په دوه مخي چلند تورن کړی دی.

د قبایلو یو خبریال رسول داوړ د امریکا غږ ډیوې څانګې ته وویل چې قبایلو د پاکستان په جوړولو کې لویې قربانۍ ورکړي او د همدغه خاورې وکړي.

هغه وویل "پولیس چارواکي دې د خپل دغه شرموونکي اقدام له کبله بخښنه وغواړي او دا سپیناوی دې هم وکړي چې هغوی قبایل پاکستانیان بولي کنه ؟"

یو بل قبایلي خبریال قدیر داوړ هم د پاکستاني پولیسو دغه اقدام غندلی او پر ضد یې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پيل کړی دی.

هغه وايي "شاوخوا ۷۰ سوه زره قباییل روزانه د بېلابېلو ضرورتونو دپاره پيښور ته ځي راځي او دا بندیز به د قبایلو پر ستونزو یوه بله ستونزه هم ور زیاته کړي. "

په پاکستان کې هر کال د عاشورا مراسم له یو لړ ستونزو سره مله وي، پر شیعه ګانو بریدونه او چاودنې کیږي، چې ډېر کله د پاکستان امنیتي چارواکي د امنیت په نه ساتلو کې پړه بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG