د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه کېږي


د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه کېږي

د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه کېږي

د افغانستان او ایران ولسمشران د پاکستان د ولسمشر سره دېوې درې اړخېزې عالي غونډې په خاطر نن د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسیدل .هغوي غواړي چې د طالبانو سره د روغې جوړې لپاره لاره هواره کړي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم ېوسف رضا گیلاني دواړه داسلام اباد په هواېې ډگرکې دافغانستان او ایران د مشرانو او د هغوي سره د ملگرو هېتونو هرکلی وکړ.

پاکستان دطالبانو سره زړې اړیکې لري او درې واړه هیوادونه ډیر اوږده ګډ سرحدونه هم لري. له همدې امله د افغانستان ایران او پاکستان دمشرانو عالي غونډه خورا زیات اهمېت لري. په دې غونډه کې به د سیمې د ثبات او امنیت دټېنگولولپاره د لازمو گامونو د پورته کولو په اړه خبري وشي.

طالبان او ځېني نورې ډلې د پاکستان په قبایلي سېمو کې مرکزونه لري او ښاغلی کرزې هڅه کوي چې د پاکستان ملاتړ لاس ته راوړي .نوموړې به د طالبانو د ېوه کلک طرفدار مولانا سمیع الحق سره هم گوري. مولانا سمیع الحق د طالبانو دیني لارښود گڼل کېږي. خو طالبانو د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژني او د هر ډول خبرو نه ورسره انکار کوي. طالبان واېې چې د ښاغلي کرزي حکومت د خارجیانو ېو گوډاگی دی.

د یادونې وړ ده چې په قطر کې د طالبانو او امرېکاېې مامورانو لومړۍ خبرې پېل شوې دي خو دافغانستان حکومت په کې برخه نه لري.

ښاغلی کرزی په تېرو لسو کلونو کې پاکستان ته خپل دا سفر ډېرمهم گڼي . د ولسمشر دفتر په کابل کې په ېوه مطبوعاتي وینا کې وویل چې دپاکستان صدراعظم په اسلام اباد کې په خپل کور کې د افغانستان ولسمشر مېلمه کړ او دتجارت او ټرورزم سره دمبارزې اوېو لړ نورو مهمو مسایلو په هکله ېې ورسره خبرې وکړې. د ولسمشر د دفتر بینیه زیاتوي چې ښاغلي کرزي له دې امله هم دپاکستان قدراني وکړه چې په افغانستان کې د ټرورزم دپېښو په اړه په تحقیقاتو کې ورسره مرسته کوي.

ښاغلي کرزي وویل څرنگه چې ټرورزم دهغه په قول یو مشترک دښمن دی چې د دواړو ملکونو د گډو سرحدونو په اوږدو کې د خلکو ژوند د خطر سره مخ کوي، نو لازمه ده چې افغانستان او پاکستان ژورې او صادقانه اړېکي ولري.

د پاکستان صدراعظم ووېل چې مونږ د سولې لپاره د هر هغه کوښښ ملاتړ کوو چې مشري ېې دافغانانو په لاس کې وي. ېوسف رضا گېلاني ووېل چې دپاکستان او افغانستان د سولې کمېسون باید بېرته فعال شي.

له بلې خوا په واشنگټن او لندن کې د پاکستان یوه پخوانۍ سفېره ملېحه لودي واېې دپاکستان لپاره اوس دا خبره ډیره مهمه ده چې په افغانستان کې دطالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، خو پاکستان باید خپل شرطونه هم ولري.

او دپاکستان ېوه پخوانې خارجه وزېر انعام الحق په دې نظر دی چې پاکستان په اقتصادي لحاظ دومره کمزوری او محتاج دی چې دامرېکا سره خپلې اړېکې خرابولې نه شي او باېد کومک وکړي چې روان تشدد په افغانستان ختم شي .باېد پاکستان دخپلو گټو په خاطر دا کار وکړي، ځکه چې د امریکا او لوېدېځ سره د خپل سرجنگول زمونږ په گټه نه دي.

انعام الحق په دې باور دی که فرضا طالبان بیا قدرت ونېسي نو گومان کوم چې دا وارې به ېې په پاکستان باندې اغېزه دومره زېاته وي چې مونږ ېې اوس تصور هم نه شوو کولې. په افغانستان کې د نړۍ د دوو سترو نظامي قدرتونو د ماتې نه وروسته اوس دهغوي روحېه دومره لوړه ده چې دپاکستان د فتح کولو په فکر کې لوېدلي دي او دغه کار ېې همدا اوس شروع کړی دی.

د افغانستان ولسمشر واېې چې پاکستان ته ېې نننی سفر د تېرو لسو کلونو په موده کې ترټولو مهم سفر دی.

په واشنگټن کې د پاکستان سفیره واېې مونږ د سولې دهغو خبرو ملاتړ کوو چې مشري دافغانانو په لا س کې وي.

د بلي خوا په شمالي وزېرستان پځنه تنه طالبان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په ېوه هواېې حمله وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG