د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې شورا وايي پاکستان طالبان سولې ته هڅوي


د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر وایي چې د پاکستان هغه پریکړه چې نهه طالب بندیان آزادوي د دې نښه ده چې اسلام اباد اراده لري چې جگړه مار طالبان وهڅوي چې خبرو اترو ته کښیني او جگړه پای ته ورسوي.

د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان همکاري مهمه گڼل کیږي. اسلام آباد ، د طالبانو او نورو افغانو ډلو سره د ډیر وخت راهیسې اړیکې لري او امریکا ورباندې تور لگولی دی چې د یاغي ډلو ملاتړ کوي او رهبران یی پریږدي چې په پاکستان کی پټ شي.

صلاح الدین رباني ، افغان حکومت د سولې د عالی شورا ریْس نن د شنبې په ورځ وویل باور لري چې د پاکستان چارواکي د زړه له کومي غواړي چې طالبان خبرو اترو ته وهڅوي.

په دې اونې کې اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا د هیات د سفر په لړ کې، پاکستان نهه طالب بندیان خوشي کړل او ژمنه یې وکړه چې د سولې دخبرو لپاره به نور کسان هم خوشي کړي.
XS
SM
MD
LG