د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پلاوی له پاکستان نه هیواد ته ستون شو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز

د افغانستان د باندنیو چارو وزیر په مشری جګپوړی پلاوی چې د پنجنشنبې په سهار اسلام آباد ته تللی و، د همدې ورځې په مازدیګر بیرته کابل ته راستون شو.

افغان چارواکو تر اوسه ندي ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې څنګه وې خو د پاکستان حکومت په یوې خبرپاڼۍ کې ویلي چې خبرې اغیزمنې او ګټورې وې.

په خبرپاڼۍ کې راغلي چې د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز افغان پلاوي ته " د افغانستان سره د مثبتو او مخ په ودې اړیکو د رامنځ ته کولو لپاره د پاکستان هوډ ورساوه او همداشان د پاکستان د تیاری یې څرگند کړ چې د ټولو ستنوزو په حوارولو کې له افغانستان کار وکړي. هغه ټینگار وکړ چې دواړه هیوادونه باید پر یو بل باور ولري او هغو منحرفینو او ړنگوونکو ته چې د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه کوي، موقع ور نه کړي."

دا اوونۍ د کابل او اسلام آباد تر منځ رسمي ویناوې له هغه وروسته توندې شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو په کابل کې د وروستيو بریدونو پړه پر پاکستان - میشتو ډلو واچوله. کابل کې په بیلابیلو بریدونو او چاودنو کې څه باندې ۵۵ کسه ووژل شول او تر ۳۵۰ ډیر ټپیان شول.

پاکستان دغه بریدونه غندلي او ویلي پخپله خاوره کې ترهګرو ته ځاې نه ورکوي چې پر افغانستان بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG