د لاس رسي وړ اتصالات

کابل وايي د پاکستان الوتکې افغانستان کې ګزمې کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی او شدید اعتراض کړی چې ولې الوتکه افغان خاورې ته ننولې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر احضار کړی او شدید اعتراض کړی چې ولې الوتکه افغان خاورې ته ننولې

کابل پر افغانستان د پاکستان د توغندیزو بریدونو، افغان خاورې ته د یوې پاکستاني څرخي الوتکې د ننوتلو، تورخم او چمن د دورازو په تړلو کلک اعتراض کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو توغندي توغولي څلور ماشومان یې وژلي او یو شمېر کورونه یې زیانمن کړي دي.

اعلامیه وايي چې د پاکستان یوه څرخي الوتکه د ډیورنډ له کرښې هم اوښتې او د افغانستان په ختیځ کې د خاص کونړ ولسوالۍ په ځینو سیمو یې ګزمې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له همدې کبله د پاکستان سفیر، سید ابرار حسین، احضار کړی او ورته یې ویلي چې په دې اړه دې د کابل "شدید اعتراض" اسلام اباد ته ورسوي.

اعلامیه وایي د بهرنیو چارو وزارت د اولې شعبې مشر موسی عارفي همدغه راز په زوره له پاکستان نه د افغان کډوالو شړل، د تورخم او چمن د دروازو بندول د کابل اسلام اباد او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ د شویو تعهداتو خلاف وبلل.

په اعلامیې کې راغلي چې پاکستاني سفیر وویل چې دا ټولې خبرې به خپل حکومت ته رسوي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د پاکستان په سند کې د شهباز قلندر په زیارت ځانمرګی برید وشو چې لسګونه کسان په کې ووژل شول، پاکستان ادعا وکړه چې د برید تنظیموونکي په افغانستان کې دي. له هماغې را وروسته د کابل اسلام اباد اړیکې نورې هم خرابې شوي.

خو، افغان حکومت وايي د برید مسولیت داعش اخیستی او داعش په افغانستان کې هم سلګونه ولسي خلک وژلي او ژوبل کړي دي. کابل پر پاکستان غږ وکړ چې باید له کوم توپیر پرته د ترهګرو پر ضد مبارزه وشي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG