د لاس رسي وړ اتصالات

راحیل شریف د افغان سولې لپاره د مرستې ژمنه تازه کړه


جنرال راحیل شریف، له کابل دمخه تاجکستان ته تللی و.
جنرال راحیل شریف، له کابل دمخه تاجکستان ته تللی و.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته تللی و، چې د قاطع ماموریت د ملاتړ د نوي مشر د پېژندنې به مراسموکې برخه واخلي.

هغه له مراسمو وروسته له ولسمشر غني سره ولیدل او په افغانستان کې یې د سولې د راوستلو روانو هلو ځلو په اړه یې خبرې وکړي.

د ولسمشر غني سره د پاکستاني جنرال د خبرو ډېر جزییات نه دي خپاره شوي، خو د پاکستاني پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په خپل تویټر باندې لیکلي " لوی درستیز، جنرال راحیل شریف د ولسمشر غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخو کې، د خپل ملاتړ او مرستې ژمنه تازه کړه. "

ښاغلی شریف، تر دې مخکې تاجکستان ته تللی و.

دواړو غاړو همدغه راز له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو مذاکراتو هلې ځلې هم وارزولې.

د څلور اړخیزو مذاکراتو وروستۍ غونډه څو ورځې مخکې په کابل کې وه، غونډې پرېکړه وکړه چې اسلام اباد به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو کوربه وي.

ښاغلي شریف همدغه راز دافغان چارواکو سره په خبرو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې باندې هم خبرې کړي. د پاکستان پوځ له تېر کال راهیسې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عذب په نامه عملیات پیل کړي چې وايي سلګونه اورپکي یې وژلي، نیولي او ژوبل کړي دي. په دغو عملیاتو کې یو شمېر پاکستاني سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز کابل ته د خپل دغه لنډ سفر پر مهال د امریکايي ځواکونو له مشرانو سره هم ولیدل، د سیمې او په خاص ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو پر امنیتي حالاتو وغږېدل.

کابل ته د ښاغلي شریف سفر داسې مهال کیږي چې، افغانستان د چین د هغه وړاندیز هر کلی کړی دی چې غواړي د سیمې په کچه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

چینايي چارواکي وايي چې چین، پاکستان او تاجکستان به د دغه میکانیزم غړي وي.

XS
SM
MD
LG