د لاس رسي وړ اتصالات

جیمز دابنز ددې میاشتې په پای کې دنده پریږدي


 جیمز دابنز د ټاکنو د پایلو په تړاو او د اوسني رامنځته شوي کړکیچ د حل په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې پاملرنه مهمه وبلله.
جیمز دابنز د ټاکنو د پایلو په تړاو او د اوسني رامنځته شوي کړکیچ د حل په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې پاملرنه مهمه وبلله.

جیمز دابنز د امریکا د متحده ایالتونو يو تجربه کاره ډيپلومات دی چې نه یواځې د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه ژوره تجربه لري، بلکې په اروپا، لاتینې امریکا او افریقا کې یې هم ورته ماموریتونه ترسره کړي دي.

ښاغلی دابنز خپله دنده پداسې حال کې پریږدي چې په افغانستان کې چې د هغه د ماموریت وروستی تم ځای دی، د ټاکنو په دوهم پړاو کې د پراخو درغلیو د د ادعاوی په وجه حالات ستونزمن شوي او دا هیواد ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره د څه کم دوه زره محلاتو د رائیو د بیا شمیرنې په هڅو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د نیویارک تایمز سره په خبرو کې د ښاغلی دابنز اوږدمهاله ماموریت او دا چې نوموړی تر تقاعد وروسته بیرته د رسمي مهم پوست منلو ته حاضر شوی و، وستایه او د له ویاړه ډکو لاس ته راوړنو یادونه یې وکړه.

ښاغلي کېري وویل د افغانستان او امریکا ترمنځ د امینتي موافقې په تړاو مذاکرات، د اوسنیو ټاکنو چمتو والی، د تررزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان سره گډه همکاري او د مسولیتونو د لېږد بهیر د ښاغلي دابنز د هڅو ښه مثالونه دي.

د ټاکنو په تړاو غبرگون

جیمز دابنز په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو په تړاو او د اوسني رامنځته شوي کړکیچ د حل په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې پاملرنه مهمه وبلله.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ښاغلي دابنز هیله څرگنده کړې چې پکارده په یو ډول نه یو ډول د افغانستان متشنج سیاسي وضعیت ته په ځیر پاملرنه وشي.

جمیز دابنز په افغانستان د دندې پر مهال
جمیز دابنز په افغانستان د دندې پر مهال

د رسنیو د رپوټونو له مخې هغه څه موده دمخه یو شمیر امریکایي سناتورانو ته ویلي وو چې مهمه ده چې کاندیدان او د هغوي ملاتړي، منځگړي او رایی ورکونکي صبر وکړي او د وخت نه مخکی د رایو د نتیجو په اړه د قضاوت نه ډډه وکړي، څو په افغانستان کې د قوانینو پر بنسټ انتخاباتی موسسې خپل کار په اغیزمنه توگه پای ته ورسوي.

د دابنز ځای ناستی

د ښاغلی جیمز دابنز ځای به د هغه مرستیال دانیل فلدمن ونیسي چې د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري سره یی د کار او همکارۍ اړیکه په امریکا کې د دوه زره څلورم کال د ټاکنو نه وروسته چې پکې پخپله جان کېري د دیموکراتانو له خوا جمهوري ریاست ته کاندید و، پیل شوې ده.

د نیویارک تایمز سره په مرکه کې ښاغلي کېري د دانیل فلدمن د نوي ماموریت په اړه وویل "ښاغلی فلدمن به پدې حساس پړاو کې چې امریکا د افغانانو د ظرفیتونو لوړولو ته دوام ورکوي، زمونږ سترگې او غوږونه اوسي، څو پدې مهمه سیمه کې پر حالاتو مونږ خبر وساتي."

د دابنز کاري تجربه

دو اويا کلن جیمز دابنز يو تجربه کاره ډيپلومات دی او د سیمې په اړه ژور او اوږدمهاله درک لري.

د سپټمبر د یولسمې نېټې تر حملې او د طالبانو د حکومت تر پرځولو وروسته دابنز د نوي افغان حکومت په تشکيل کې هم مهمه ونډه درلوده.

جمیز دابنز د عبدالله عبدالله سره
جمیز دابنز د عبدالله عبدالله سره

د بن په کنفرانس کې چې په افغانستان کې يې نوى حکومت تشکيل کړ، د امريکا استازی همدا جیمز دابنز و. دابنز دغه راز د امريکا د بيرغ په اوچتولو سره، په کابل کې د امريکا سفارت هم پرانيست.

دابنز تر دې مخکې د اروپا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستیال و، چې په اروپايي ټولنه کې يې د امريکا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

جيمز دابنز د امریکا د نورو پخوانیو جمهور رئیسانو په دورو کې هم مهمې دندې تر سره کړي دي.

هغه د بل کلنټن او جورج ډبليو بوش د واکمنۍ پر ترڅ کې د بوسنيا هرزيګوينا، کوسوو، هيتي او سوماليا په چارو کې د امريکا ځانګړى استازى هم پاتې شوى دى.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مقام په ٢٠٠٩م کال کې ايجاد شو، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانگړي استازي په دې مقام، لومړى ځل ريچارد هولبروک وټاکل شو.

په ٢٠١٠م کال کې د هولبروک تر مرګ وروسته، د ٢٠١٢م کال تر ډسمبر پورې مارګ ګروسمن پر دې مقام دنده اجرا کوله.

XS
SM
MD
LG