د لاس رسي وړ اتصالات

افغان فعالین: پر ډیورنډ اغزن مزی پښتانه سره جلا کوي


د افغانستان د سرحدي قواو یو سرتیری د پپولې د څارنې پر وخت
د افغانستان د سرحدي قواو یو سرتیری د پپولې د څارنې پر وخت

د افغانستان د ملي شورا او مدني ټولنې اته کسیز پلاوی پاکستان تللی دی. دغې پلاوي ویلي دي چې د پاکستان له لورې په ډیورنډ کرښې باندې د اغزن مزي غزول باید پښتانه سره جدا نه کړي.

په اسلام آباد کې د غیر دولتي ادارې سي آر اس اس تر څارنې لاندې د دواړو هیوادونو د پارلماني استازو، رسنیو او مدني ټولنو د غړو درې ورځنی سیمنار پیل شوی دی.

ددې غونډې هدف د غیر رسمي لارو چارو د دواړو ولسونو او حکومتونو ترمنځ د اړیکو پراخول او د موجودو ستونزو د حل کولو لپاره د یو تفاهم رامنځ ته کول دي.

د افغانستان د پارلمان غړي میرویس یاسیني وویل چې پاکستان او افغانستان دواړه سره وروڼه هیوادونه دي او وروڼه له یو بل نه جلا کیږي. هغه هیله وښوده چې دواړه هیوادونه سره د ترهگرۍ په ضد یو موټي شي.

هغه وویل " په کابل کې د وروستیو پیښو د عاملینو په نیولو کې دې پاکستان مرسته وکړي او په پاکستان کې د شاهباز قلندر د زیارت د پیښې په پلټنو کې دې افغانستان د پاکستان مرسته وکړي".

ښاغلي یاسیني وویل چې د ډیورند په کرښه د اغزن مزي غزول باید دواړو خواو ته پراته ولسونه سره جلا نه کړي "د ډیورند د کرښې په هکله نه دا حکومت په دې اړه خبرې کولای شي نه یې زه کولای شم، دا د افغانستان د ملت خبره ده، په ملت پورې اړه لري". د هغه په وینا ملت باید پدې هکله تصمیم ونیسي.

په دې غونډه کې د افغان پلاوي یو بل غړي عبدالحکیم مجاهد وویل چې اوس له بل هر وخت زیات د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته ضرورت دی " دواړه خواوی دې خپلې غوښتنې د مذاکراتو پر میز باندې یو بل ته زغرده او څرگنده توگه بیان کړي."

ښاغلی مجاهد وایي تر هغه چې دوی د خبرو میز ته کښینني د افغانستان خلکو ته به دغه تباهي او ستونزې روانې وي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې د تیر کال د جون د میاشتې راهیسې له بل هر وخت څخه زیاتې خړې پړې شوي دي خو په دې وروستیو کې د پاکستان له لورې د افغانستان سره د تگ راتگ قانوني لارو بندولو او پر سرحد باندې د اغزن مزي د لگولو هڅو دا اړیکې نورې هم خرابې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د پارلمان او د مدني ټولنو د غړو ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې په د روسیې په کوربه توب د افغانستان د امنیت په باب د اپریل په میاشت کې د گاونډیو هیوادونو یوه مهمه غونډه کیږي.

د افغانستان د پلاوي غړی ښاغلی مجاهد وایي چې گاونډي هیوادونو باید د جگړه مارانو د ملاتړ په ځای د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG