د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: بین الاافغاني خبرو ته ترجیح ورکوو


ښاغلی مرتضوي وایي، د هوکړې له مخې پاکستان ته په کار وو، چې د هغو ډلو پرخلاف اقدام وکړي چې سولې ته چمتو نه دي.
ښاغلی مرتضوي وایي، د هوکړې له مخې پاکستان ته په کار وو، چې د هغو ډلو پرخلاف اقدام وکړي چې سولې ته چمتو نه دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د سولې د څلوراړخیز بهیر د غونډو د پیل د غوښتنې په هکله د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او امنیتي چارو د سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې د ورځې څرګندونو ته په ځواب کې له پاکستان نه وغوښتل چې لومړی دې په هغو ژمنو عمل وکړي چې د څلوراړخیز بهیر په غونډو کې یې په لیکلي ډول کړي دي.

ښاغلي مرتضوي امریکا سره په مرکه کې وویل " ډیره ښه ده چې ښاغلي سرتاج عزیز چې څلوراړخیز هوکړه لیک یې لاسلیک کړی عملي کړي او کله یې چې عملي کړي دا به د ښه نیت او باور رامنځ ته کیدو په برخه کې یو ښه ګام وي، خو په تاسف سره چې پاکستان د څلوراړخیز بهیر هوکړې نه دي عملي کړي ".

ښاغلی مرتضوي وایي، د هوکړې له مخې پاکستان ته په کار وو، چې د هغو ډلو پرخلاف اقدام وکړي چې سولې ته چمتو نه دي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او امنیتي چارو سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر وخت په افغانستان کې خبرې ددغه هیواد د لانجې د پوځي هواري پر ځای يوازينۍ بدیل وګڼه، خو ټينګار يې وکړ چې دا هدف په څو ورځو او اونیو کې نه شي ترلاسه کېداى.

هغه وویل که د پوځي لارې دا ستونزه هواریدلی شوای نو په تیرو پنځلس کلونو کې چې زرګونو بهرنیو پوځونو په دغه هیواد کې شتون درلود دا کار به شوی وای خو دا کار ونه شو.

سرتاج عزیز وویل، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو په هکله په دواړو خواو کې د نظر یوالی نشته دی.

هغه وویل چې افغان ته یې پیغام دا دی چې صبر ولري او طالبانو ته داسې پیغام ورکړي چې هغوی دا وګڼي چې د سولې له خبرو څه ترلاسه کولی شي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او امنیتي چارو د سلاکار وویل چې د ملااختر منصور په وژل کیدلو سره د سولې بهیر ته زیان رسیدلی دی.

د افغانستان د چارو کارپوهان دا ګڼي چې افغانستان نور پاکستان ته د سولې د خبرو په نامه د نامعلوم وخت لپاره په انتظار نه شي پاتې کیدای او دا حکومت هڅه کوي چې خپلو وسله والو مخلفانو سره د خبرو دروازه پرانیځي.

خو د افغانستان د چارو یو کارپوه او پاکستان کې د افغانستان پخوانی دیپلومات احمد سعیدي امریکا غږ ته وویل " پاکستانیان په دی نظر دي چې هرډول خبرو کې باید مونږ شریک اوسو يعنی د پاکستان ونډه په کې وي، سرتاج عزیز هڅه کوي چې د پاکستان نقش په خبرو کې ثابت پاتې شي ، د افغانستان هڅه داده چې پاکستان نورهیر شي او افغانانو ترمنځ تفاهم رامنځ ته شي".

د افغانستان جمهورري ریاست هم وایي په اوس وخت کې دوی په بین الاافغاني خبرو باندې ټینګار کوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې برخه کې د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د روانو خبرو یادونه کوي او وایي چې د سولې عالي شورا سره د اسلامي حزب د استازو خبرو په ترڅ کې د سولې په یوه مسوده باندې هوکړه شوې ده.

ښاغلی مرتضوي وویل " یو لړ نور کارونه لا پاتې دي چې هغه به هم ژر حل شي خو تراوسه د سولې عالي شورا او اسلامي حزب یو لړ مثبت کارونه ترسره کړي دي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال د اسلامي حزب سره د سولې په هکله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په کابل کې د اسلامي حزب د پلاوي مشر ویلي چې دا حزب لا هم د سولې د عالي شورا سره په موافقه شوې مسوده کې له افغان حکومت څخه په یو لړ مسلو وضاحت غوښته کوي.

XS
SM
MD
LG