د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د پاکستان د استخباراتو د رئیس پټ سفر


په تیرو اتو میاشتو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران څو ځلې کابل ته راغلي دي
په تیرو اتو میاشتو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران څو ځلې کابل ته راغلي دي

د افغانستان د حکومت یو لوړپوړی چارواکی وایي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی رئیس د چارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړوند د بحث لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

دغه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د امریکا غږ ته وویل چې په دې لیدنه کتنه کې رضوان اختر د افغانستان د حکومت سره د مذاکرو لپاره د طالبانو د تیارولو په هکله د خپل هیواد د تعهد خبر ورکړ.

د افغانستان جمهوري ریاست په څرگنده توگه کابل ته د ښاغلي اختر د سفر او د ولسمشر غني سره د هغه د خبرو جزیات پټ ساتلي دي.

په دې ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح، د دې "خصوصي او محرمې" لیدنې کتنې په تائید سره هغه د پاکستان د " تیرایستلو د دیپلومالسۍ " یو ډول دوام گڼلی دی. ښاغلي صالح دمخه هم پاکستان په ځانگړې توگه د هغه هیواد پوځ او د اطلاعاتو سازمان د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو څخه په ملاتړ تورن کړي وو.

د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته د پاکستان پوځي او استخباراتي مشران څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي دي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په پروسه کې یې د پاکستان همکاري ډاډ ورکړی دی. خو د اسلام آباد سره د ښه اړیکو او د باور د رامنځ ته کیدو لپاره د کابل د څو ځلي اقدام سره سره داسې بریښي چې د سیاسي خبرو میز ته د طالبانو د مشرانو په رابللو کې مشخص اقدام نه دی کړی.

کارپوهان وایي چې ولسمشر غني د پاکستان د لوړپوړو پوځي او استخباراتي مشرانو سره په لیدنو کې د فبرورۍ ١٥ د خبرو د پیل نیټه وټاکله او د پاکستان له لورې هم گرمې وعدې ورکړل شوې خو څو لاملونو د سولې د خبرو عملي پیل کیدل ځنډولي دي.

د پاکستانی خبریال او څیړونکی احمد رشید وایي تر ټولو دمخه ولسمشر غني له وخت مخکې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو په تیارولو کې د پاکستان د مثبت رول د لوبولو په اړه خبر ورکړ. هغه استدلال کوي چې دا کار د طالبانو د غوسې سبب شو او ددې ډلې مشران یې اړ کړل چې له پاکستانیانو څخه لېرې شي او په ظاهره داسې وښي چې د پاکستان لاس پوڅي نه دي.

احمد رشید وایي یواځنی شئ چې طالبان د افغانستان سره د خبرو میز ته راوړای شي د دې ډلې پر مشرانو باندې د پاکستان فشار دی. هغه وایي همدا اوس د طالبانو اکثر مشران د خپلو کورنیو سره په پاکستان کې ژوند کوي، او په پاکستان کې ملکیتونه او تشبثات لري او اولادونه یې په پاکستاني ښوونځیو کې لوست کوي.

دغه پاکستانی څیړونکی استتدلال کوي چې پاکستان د طالبانو پر مشرانو باندې فشار راوړلو ته لیوالتیا نه لري او تر هغه چې داسې یو ډول فشار نه وي طالبان به هیڅکله د افغانستان د حکومت سره خبرو ته غاړه کینژدي.

په دې اړه عمده پرمختیا د افغانستان د سولې د عالي شورا د یو شمیر غړو او د طالبانو ترمنځغیررسمی لیدنه کتنه وه چې د همدې اونۍ په پیل کې په قطر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د پاکستان او متحده ایالاتو په گډون د یو شمیر هیوادونو استازو برخه درلوده.

XS
SM
MD
LG