د لاس رسي وړ اتصالات

حکمت کرزی په تورخم د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي د لارې د بندیدلو له امله یوازی افغان سوداګرو ته تر لسو میلیونو ډالرو زیان رسیدلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وایي د لارې د بندیدلو له امله یوازی افغان سوداګرو ته تر لسو میلیونو ډالرو زیان رسیدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، چې اسلام اباد ته د خبرو لپاره د حکمت خلیل کرزي استولو بریکړه یې وروسته له هغې وکړه چې تیره ورځ په نړیوالو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د ټیلیفون په لیکه اسلام اباد ته د تورخم د لانجې د هوارولو لپاره رسمي بلنه ورکړه.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د جمعې په ورځ امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته اسلام اباد څخه د لیدنې بلنه ورکړې وه، خو افغان حکومت پریکړه وکړه چې یو پلاوی د بهرنیو چارو د سیاسي معین په مشرۍ اسلام اباد ته واستوي.

ښاغلي غورځنګ وویل " تر اوسه د سفر نیټه نه ده ټاکل شوې خو دومره ویلي شم چې ډیر ژر به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت معین اسلام اباد ته لاړ شي".

په روانه اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په تورخم کې د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورنډ کرښې د صفري نقطې سره نږدې د تاسیساتو د جوړولو په سر نښته وشوه، چې له امله یې درې افغان سرتیري ووژل شول او ۲۳ نورټپیان شول.

د پاکستان پوځ هم ویلي چې ددغه پوځ یو جګړن په دغو نښتو کې وژل شوی او تر یوولسو نور چې پوخیان هم شته په کې ټپیان شوي دي.

د دغو نښتو او د دواړو هیوادو د چارواکو له خوا د لفظي شخړو وروسته د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغاانستان د ملي امنیت سلاکار ته ټیلیفون وکړ او هغه او صلاح الدین رباني ته اسلام اباد نه د لیدنې بلنه ورکړه.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د جګړو وروسته د تورخم لاره هم تړل شوې چې له امله یې هم افغان اوهم پاکستاني سوداګرو ته ډیر مالي زیانونه رسیدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو په وینا د لارې د بندیدلو له امله یوازی افغان سوداګرو ته تر لسو میلیونو ډالرو زیان رسیدلی دی.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د تورخم د شخړې په سر د سلامشورو لپاره په روانه اونۍ کې دوه ځله د افغانستان د سیاسي او جهادي مشرانو سره ګډې غونډې کړي دي.

د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په وروستۍ ناسته کې چې د پنجشنبې په مازیګر ترسره شوه، په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو په سر د را ولاړې شوې ستونزې د ډيپلوماتیک او سوله ییز حل په موخه له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو او هلو ځلو په اړه د غونډې برخه والوته معلومات ورکړل شول .

دا بیان وایي، ټولو سیاسي او جهادي مشرانو د چهارشنبې د ورخې د لومړۍ ناستې د پرېکړې په تائید په تورخم کې د راولاړې شوې ستونزې په ډيپلوماتیک او سوله ییز حل ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG