د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي پر ډیورنډ څلور دروازې جوړوي


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نویو دروازو طرحه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نویو دروازو طرحه

د افغانستان او پاکستان د باندنیو چارو وزارت وايي چې د دواړو هېوادنو د استازو تر منځ د دوشنبې د ورځې خبرې ګټورې وې او په دوستانه فضا کې ترسره شوې.

خو یوه پاکستاني چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چې د افغان او پاکستاني ډیپلماتانو خبرې "ناکامې" وې.

پاکستاني لوري ویلي چې افغان پلاوي ته یې خبر ورکړی چې پاکستان پر ډیورنډ کرښې د څلورو سرحدي دروازو د جوړولو نیت لري.

پاکستان د دغو سرحدي دروازو جوړو د دواړو هېوادونو د امنیت په ګټه بولي خو افغان لوری ټینګار کوي چې پر لانجمنې پولې، ډیورنډ، د دروازو جوړول سیاسي موخې لري او امنیت سره تړاو نلري. افغانستان له پاکستان سره پوله په رسمیت نه پیژني او د ډیورنډ کرښه د برتانوي هند استعماري کرښه بولي.

تیره اونۍ تورخم ته نږدې افغان او پاکستاني پوله ساتونکو پر یوبل ډزې وکړې؛ یوه پاکستاني منصبدار او درې افغان پوځیان پدغو نښتو کې ووژل شول.

افغان او پاکستاني دیپلوماتان د وروستیو معضلو د حل دپاره توافق ته ونه رسیدل

افغان او پاکستاني دیپلوماتان د وروستیو معضلو د حل دپاره توافق ته ونه رسیدل

وروسته له هغه چې امریکا د دواړو هېوادونو تر منځ د نښتو د درولو او خبرو لپاره منځګړیتوب وکړ، د افغانستان د باندینو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشری یو پلاوی د پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي دي چې افغان او پاکستاني چارواکي پدې سلا شول چې د اختلاف وړ مسایلو او د سرحدي کړکیچ د مخنیوي دپاره یو موثر میکانیزم را منځته کړي.

ددې اعلامیې پر بنسټ به یاد شوی میکانیزم د شانگهای د همکاریو د سازمان په راتلونکې غونډه کې چې په تاشکند کې جوړیږي، د افغانستان او پاکستان د مشرانو د ملاحظې او منظورۍ لپاره وړاندې شي.

XS
SM
MD
LG