د لاس رسي وړ اتصالات

ارگ: پاکستان د ډیورند پر کرښه د تګ راتګ مخه نشی نیولی


پاکستان له ویزې پرته افغانانو ته تګ راتګ اجازه نه ورکوي
پاکستان له ویزې پرته افغانانو ته تګ راتګ اجازه نه ورکوي

د پاکستان لخوا د بې ویزې افغانانو پر مخ د تورخم دروازې تړلو د افغان حکومت غوسه راپارولې ده.

د پاکستان حکومت د خپلې نوې پالیسۍ په عملي کولو سره هغو افغانانو ته چې د سفر قانوني اسناد ونلري، له تورخم څخه د تیریدو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د پاکستان د حکومت ددغه ګام په غندلو سره ويلي چې په "تحمیلی مقرراتو" د ډیورند پر کرښه د مېشتو قومونو د تګ راتګ مخه نشي نیول کیدائ.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي: "د ډیورند کرښې دواړو طرفونو ته یو قوم پروت دی. د تورخم له دروازې څخه عبور او مرور د عرف له مخې ترسره کیږي."

د نوموړي په وینا چې اوس " نشی کیدلی د ځېنو تحمیلی مقرراتو په وضع کولو سره دا عرف" له منځه یوړل شي.

تردې وړاندې پاکستان کې افغان دیپلوماتو د اسلام آباد پریکړه یوه اړخیزه بللې وه او کواښ کړی و چې د تورخم لارې د بندیدو په پایله کې به له پاکستان سره د نورو مسلو د حل لاره هم بنده شي.

پاکستان لپاره د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي " دا موضوع څو میاشتی مخکی د افغانستان او پاکستان د همآهنګۍ په امنیتی کمیسون کی پورته شوی وه او پدی اړوند د پاکستان لوری پورتنی تصمیم په رسمی توګه د افغانستان ددفاع وزارت ته سپارلی چی نوموړی وزارت دا موضوع هماغه وخت د افغانستان د امنیت شوری ته راجع کړی. وړاندی لا تر اوسه نور معلومات نلرم چی بیا څه شوي"

د تورخم پوله ډېر کله د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د لانجې اصلي محور پاتې شوی، خو ستونزې یې تر ډېره مسافر ګالي.

د نویو بندیزونو له امله اوسمهال زرګونه افغانان د کرښې دواړه غاړو کې بند پاتې دي. پدغو کسانو یو شمیر ېې غواړې پاکستان ته د درملنې لپاره لاړ شي په داسې حال کې چې ځينې نور ېې افغانستان د اوښتو انتظار باسي.

ها خوا پاکستاني مقامات وايي چې د پولې کنټرول کلکو اقداماتو ته اړتیا لري. ددوي په باور پرپوله د قانوني اسنادو پرته افغانانو د تګ مخنیوی کولای چې پاکستان ته د اورپکو د اوښتو مخنیوی وکړي.

تورخم د افغانستان له لویو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کیږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مساپرو تګ راتک او د ټرانزیټي توکو لیږد را لیږد تر ډیره له همدې لارې ترسره کیږي.

پدې لاره هره ورځ شاوخوا ۲۵ زره خلک ځی او راځي. که څه هم چې دا لومړی ځل ندی چې پاکستان دغه لاره د افغانانو پرمخ تړي خو ولیدل چې دا ځل دغه پریکړه تر کومه دوام مومي.

XS
SM
MD
LG