د لاس رسي وړ اتصالات

پر تورخم د لاریو تگ راتگ کم شوی دی


بندري مامورین وایي چې پخوا د ورځې ٥٠٠ لارۍ تلې او راتلې او نن سبا په دې مزي ٣٠٠ اوړي را اوړي.
بندري مامورین وایي چې پخوا د ورځې ٥٠٠ لارۍ تلې او راتلې او نن سبا په دې مزي ٣٠٠ اوړي را اوړي.

په وروستیو دوو کلونو کې د تورخم له لارې په ټرانزيټ او سوداګرۍ کې دېرش په سلو کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال احمد توفیق داوري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې افغان سوداګرو په پاکستان کې د ستونزگ له امله د نورو بندرونو څخه د مالونو واردولو ته مخه کړې ده.

احمد توفیق داوري وویل د کراچۍ په بندر کې چې کومې ستونزې د افغان سوداګرو په مخ کې پرتې وې او پاکستان هغه حل نه کړې نو افغان سوداګر اړ شول چې د ایران د بندر عباس نه مالونه وارد کړي.

احمد توفیق داوري وايي" یوازې د دواګانو په واردولو کې اوس افغان سوداګر څلوېښت سلنه لږه له پاکستان نه دوا واردوي او په ځای یې نورو بندرونو ته مخه اړول شوې ده".

افغان سوداګر د پاکستاني مالونو لیږد له دوو بندرونو تورخم او سپين بولدک نه کوي او د درېیم هیواد وارداتي مالونه د کراچۍ له بندر څخه هم ددغو دوو سرحدي بندرونو نه را واردوي.

یوازې د تورخم له بندر هره ورځ درې سوه لارۍ تګ را تګ کوي. پاکستاني مالونه افغانستان ته او د منځنۍ اسیا مالونه پاکستان ته له همدې لارې کیږي.

پخوا به هره ورځ پنځه سوه لارۍ تلې او راتلې، خو اوس دغلته ځینې سوداګر بیا وايي، چې کار را کم شوی دی او ایله د ورځې درې سوه لارۍ له مالونو ډکې اوړي او را اوړي.

محمد نعیم په تورخم کې سوداګر دی وايي "کاروبار تر پخوا زیات کم شوی دی".

د سپین بولدک او د غلام خان د بندرونو په پرتله د پاکستان سره تر ټولو ډیر تگ راتگ پر تورخم کیږي.
د سپین بولدک او د غلام خان د بندرونو په پرتله د پاکستان سره تر ټولو ډیر تگ راتگ پر تورخم کیږي.

د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د دغو ځواکونو ټرانسپورټي قراردادیان اوس په کور ناست دي. فضل محمد چې په تورخم کې یې پخوا ناټو او امریکايي ځواکونو ته د انتقالیدونکو موټرو کاروبار کاوه اوس وايي "کار تر پخوا ډېر کم شوی دی".

ددې ترڅنګ د تورخم په مزي هره ورځ زرګونو کسان تګ راتګ کوي. کله نا کله د افغانانو په اوښتو کې ستونزې ولاړیږي خو عام خلک وايي چې د اړتیا په اساس له دې کرښې اوړي.

د رسمي شمېرنو له مخې افغانستان له پاکستان سره تر دوه ملیارده ډالرو پورې سوداګریزه راکړه او ورکړه لري. ددغې شمېر ۱.۸ ملیارده افغانستان ته له پاکستان واردات او دوه سوه ملیونه ډالره له افغانستان پاکستان ته صادرات دي. ددغې راکړې ورکړې تر نیمايي برخه یې د همدې تورخم له بندر ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG