د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان: د فاټا ادغام د ډیورنډ پر وضعیت اغیز نه لري


د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د تعهد له مخې قبائیلي سیمې بیطرفه قبولې شوې دي
د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د تعهد له مخې قبائیلي سیمې بیطرفه قبولې شوې دي

افغان حکومت، د پاکستان د حکومت د پریکړې په هکله چې غواړي د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پرتې قبائیلي سیمې د خیبرپښتونخوا له ایالت سره مدغم کړي ویلي چې دا هیواد د پاکستان د کابینې د پریکړې پرځای د سیمې د خلکو او سیاسي ګوندونو د ارادې ملاتړکوي.

د افغانستان د قومونو او سرحدونو د وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د تاریخي اسنادو له مخې په کار دي چې په قبائیلي سیمو کې د هر ډول بدلون په اړه له افغان حکومت سره سلامشورې وشي، خو د ښاغلي لیوال پر وینا د پاکستان پوځ لا له وړاندې د تروریزم سره د جګړې په نوم دا قوانین مات کړی او په دغو قبائیلي سیمو کې یې مداخله کړې ده.

ښاغلي لیوال وویل " د افغانستان د حکومت رسمي پالیسې داده چې دا خلک خپل خلک ګڼو او د تاریخي افغانستان د یووالي په چوکاټ کې د دوی سیاسي اراده او د دوی غوښتنو ته درناوی کوو. د دې سیمې خلک او هلته متنفذ جوړښتونه او سیاسي ګوندونه چې د خپلو مدني او سیاسي حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې د خلکو د ارادې پر بنسټ کوم اقدام کوي زمونږ لپاره مهم دی نسبت دې ته چې د بل چا د کابینې پریکړه په دې برخه کې اهمیت ولري".

فاټا ولې له خیبر پښتونخوا سره مدغم کیږي

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان کابینې پریکړه وکړه چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې قبائیلي سیمې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې مدغم کړي، چې له مخې به یې د ۲۰۱۸ پورې د قبائیلو په اوو ایجنسیو کې شاملې سیمې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شاملې شي. په دې توگه به د پاکستان د پنجاب ایالت وروسته د نفوسو له پلوه د خیبرپښتونخوا ایالت د پاکستان په دوهم لوی ایالت بدل شي.

تراوسه دا سیمې د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د "پولیټیکل اجینټ" یا سیاسي استازو له خوا اداره کیدلې او د دغو سیمو پرمختایي بودیجه هم مرکزي حکومت برابروله.

ښاغلي لیوال د پاکستان د کابینې د دې پریکړې پر وړاندې د افغان حکومت د جدي غبرګون د نه ښودلو یو دلیل، ددې مسلې په اړه په پاکستان کې د میشتو پښتنو ګوندونو ترمنځ د نظر اختلاف وښود او ویې ویل چې افغانستان ته د دې سیمې د اوسیدونکو اراده مهمه ده.

ښاغلي لیوال وویل " له بده مرغه چې په دې سیمه کې هغه قوي ګوندونه چې دي هغوی هم په یوه خوله نه دي او دوی اختلاف نظر هم د دې سیمې خلکو لپاره یو لوی تاوان دی او د افغانستان حکومت یې هم د یو قاطعانه دریځ د نیولو څخه شاته پاتې کړی دی ".

د پاکستان د مرکزي حکومت د کابینې دا پریکړه د افغان ملت د ګوند په څیر په افغانستان کې یو شمیر هغو سیاسي ډلو او ګوندونو د ناخوښۍ سبب شوې چې په تیرو لسیزو کې یې په پاکستان کې د میشتو پښتنو او بلوڅو د حقوقو لپاره خپل غږ اوچت کړی دی.

د افغان ملت د ګوند رئیس ستانه ګل شیرزاد امریکا غږ ته وویل چې اوه قبائیلي سیمې د افغانستان او بریتانوي هند ترمنځ د حایلو سیمو په توګه منل شوي وې چې تر وروستیو کلونو دا سیمې په همدې حالت پاتې وې.

خو ښاغلی شیرزاد وایي، چې د پاکستان د کابینې دا پریکړه د دغو سیمو اوسنی وضعیت له منځه وړي.

ښاغلي شیرزاد وویل "متاسفانه دا د افغانستان د حکومت ضعیف سیاست دی چې نه شي کولی د خپل ملي حاکمیت او د خپلې خاورې د تمامیت څخه دفاع وکړي او پاکستان دا جرت پیدا کړی او دا لس پنځلس کاله کیږي چې د افغانستان په لوریې یو یرغل شروع کړی دی، دا مونږ په کلکه غندو پاکستان په یو اړخیز ډول هیڅ کله د داسې مداخلي حق نه لري".

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان بیا د پاکستان دا اقدام د ډیورنډ کرښې ته د مشروعیت د ورکولو په برخه کې یو بل قدم ګڼي.

د افغانستان او د پاکستان د چارو یو کارپوه احمد سعیدي وایي چې پاکستان په دغو سیمو د افغانستان د ادعا د کمزوري کولو لپاره داسې اقدمات کوي " پاکستان غواړي دا خلک د پښتنو د نورو سیمو پورې چې تر کنټرول لاندې یې دي ونښلوي او په دې توګه د افغانستان ادعا د تل لپاره خاموشه کړي".

د افغانستان حکومت لا هم، د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه پیژني.

XS
SM
MD
LG