د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان مشران په لندن کې لیده کاته کوي


آرشیف
آرشیف
ټاکل شویده چې د افغانستان او پاکستان مشران په لندن کې د برتانیې د لومړي وزیر ډیوید کامرون سره غونډه وکړي او په افغانستان کې د سولی په بهیر وغږیږي.

کامرون، تیر کال د افغان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري ترمنځ په دې مقصد غونډې پیل کړې چې د دې دوو هیوادونه تر منځ همکاري او سیمه ایز ثبات تقویه شي.

تمه کیږي چې دوي په دې وغږیږي چې په افغانستان کې په راتلونکې کال کې د برتانیې او د ناټو د نورو هیوادونو د عسکرو د وتلو نه وروسته د طالبانو د بغاوت مخه څنگه ونیول شي.

کامرون پلان لري چې نن شپه کرزي او زرداري ته په خپل کور کې میلمستیا وکړي او سبا د دوشنبې په ورځ به د دې رهبرانو او د هغوی د لوړ رتبه پلاوي سره وگوري.
XS
SM
MD
LG