د لاس رسي وړ اتصالات

ابدالي: تروریزم سره د مبارزې په خاطر حکومت نوې تگلاره پيشنهاد کړه


د هندوستان لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي امريکا غږ اشنا ته وويل:

د افغانستان په هکله د اسيا زړه کنفرانس چې د استانبول د کنفرانس په ادامه جوړ شوی د گڼ شمير هيوادونو استازو پکې گډون کړې وو.

د تروريزم پر ضد د سيمې د هيوادونو گډه مبارزه چې افغانستان او سيمې لپاره تر ټولو لوئ گواښ دی، افغانستان د اقتصادی ودی لپاره بايد څنگه د خپلې جغرافيای موقيعت نه استفاده وکړي او د سيمې د هيوادونو نه د مالي مرستو جلبول د کنفرانس مهم موضوعات و چې برخوالو پدی هکله د مرستو ژمنې وکړې.

د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي د اسيا زړه کنفرانس د افغانستان لپاره ډير مهم وباله او ويی ويل د تروریزم سره د مبارزی په خاطر افغان حکومت نوې تگلاره پيشنهاد کړی چې د ټروريزم په وړاندې پر ګډې مبارزې، په دې ډګر کې له افغانستان سره پر همکارۍ او نورو مسايلو پکې ټينګار شوى دى.

د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس چې د استنبول د بهیر په نوم هم یادیږي لومړۍ غونډه یې په ۲۰۱۱ کال کې د نوامبر په میاشت کېد ترکیې د استنبول په ښار کي جوړه شوې وه، چې بیا وروسته د دغه کنفرانس نورې غونډې په ۲۰۱۲ کې په افغانستان، ۲۰۱۳ کې په قزاقستان، ۲۰۱۴ کې په چین او په ۲۰۱۵ کې په پاکستان کې جوړې شوي دي.

د هندوستان لپاره د افغانستان سفير شيدا محمد ابدالي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اريدلائ شئ :

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:13 0:00

XS
SM
MD
LG