د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د تورونه لګول باید ختم کړو


پاکستان: د تورونه لګول باید ختم کړو
پاکستان: د تورونه لګول باید ختم کړو

پاکستان وايي هغه وخت رارسېدلی دی چې دتورونو لگولو پړاو پای ته ورسوو، پرمخ ولاړ شو اوله گاونډي افغانستان سره دهمکارۍ اړېکې منځته راولوو.

د پاکستان له خوانه داخبرې وروسته له هغه نه وشوې چې افغان چارواکو په پاکستان کې دېره د افراطېانو پرډلې په افغانستان کې د ورستیو، ځان مرگو برېدونو پړه ور واچوله.

د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت نطاق عبدالباسط خبرېالانو ته د پنجشبنې په ورځ ووېل چې پر پاکستان باندی بې دلېله پړه اچول ستونزی پېداکوی، اسلام داسي اړېکې غواړي چې تورلگول او ېوبل ملامتول پکې نه وي.

دا تبصرې ېوه ورځ وروسته له هغه نه وشوې چې ولسمشر حامد کرزي هوډ وکړ چې ددغو ځان مرگو برېدونو په برخه کې به له پاکستان څخه پوښتنه وکړي. دغه ځان مرگی برېد په کابل کې پرشېعه گانو باندې شوی او تقرېبا 55 کسان ېې د سې شنبې په ورځ ووژل.

ښاغلي کرزي پرون د چارشنبې په ورځ وویل چي د ده حکومت ددې چاودنې په اړه څیړنې پیل کړي دي، هغه د دې برېد پړه پر لشکر جنگهوي، چې په پاکستان کې دېره ېوه سني ډله ده ورواچوله .

رپوټ وايي چې دغه ډله له القاعدې سره تړاو لري او په پاکستان کې، پرشېعه گانو باندې د ېو شمېر برېدونو مسوولېت لري.

دغه چاودنه د سه شنبې په ورځ چي د شیعه گانو د عاشورا مذهبي ورځ وه په کابل کي د ابو فضل زیارت ته نژدې وسوه.

او په یوه بله چاودنه کي چي په مزارشریف کي وسوه څلور کسه ووژل سول.

ولسمشر کرزي بریتانیې ته خپل سفر فسخ کړ چي ددغي حملې قربانیان او د هغوي کورنۍ وگوري.

د پاکستان حکومت ددغی غېرقانونی ډلې د غړو په نېولو پسي له څوکلونو راهېسې هڅې کوي. د پاکستان دکورنېو چارو وزېر رحمن ملک د چارشنبې په ورځ ووېل که چېري افغان چارواکي د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره ثبوت وړاندي کړی شي ، نو دی به په دې برخه کې اقدام وکړي. خو هغه د بې بنیاده تورونو په برخه کې هم خبرداری ورکړ.

دپېښی نور تفصېل :

رپوټ وايي طالبانو دغه خونړۍ پېښه محکومه کړه، هغه ېې ظالمانه وژنه وبلله او پړه ېې پر اشغالگر پوځ ورواچوله. دغې ډلې په دغه برېد کې له هرډول گډون اولاس لرلو نه انکار وکړ ، خوداسي معلومېږی چی لشکر جنگهوی د کابل دخونرېزی مسوولېت په غاړه اخېستی دی.

ماهران وايي دغه برېد چې له هغه نړېوال کنفرانس نه سمدلاسه وروسته وشو، چې په بن کې دافغانستان پر آېنده د بحث لپاره جوړ شوی و، ددغه کنفرانس اوهغه څه چې پکې پرې توافق شوي وو، اهمېت راکموي.

په دغه کنفرانس کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو خبري کیدلی چی د 2014 م کال په پاې کې به له افغانستان څخه ووزي. په بن کې په دې موافقه وشوه چې د سېمې هېوادونه به د افغانستان دامنېت په خوندي کولو کې همکاري وکړي.

خوپاکستان په دغه کنفرانس کې، داعتراض په توگه گډون ونکړ ځکه چې د نومبر د مېاشتی په 26 مه د دوی 24 تنه عسکر د افغانستان سره نېژدې پوله کې دناټو په بمباری کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG