د لاس رسي وړ اتصالات

کراکر: پاکستان په افغانستان کې مهم رول لوبولای شي


کراکر: پاکستان په افغانستان کې مهم رول لوبولای شي
کراکر: پاکستان په افغانستان کې مهم رول لوبولای شي

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر راین کراکر وايي پاکستان په افغانستان کې د سولې او مذاکرو په بهیر کې مهم رول لوبولی شي او امریکا تل له پاکستان سره په دوه ګونو او درې ګونو ناستو کې ددغه هیواد د رول په لا مؤثره کېدو بحثونه کړي دي.

سفیر کراکر نن د امریکا په سفارت کې خبریالانو ته وویل چې په اسلام اباد کې په وروستۍ درې ګونې ناسته کې د سولې او مذاکرو په سر بحثونه کړي او پاکستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي..

‪"‬ راین کراکر داسي وویل ،،پاکستان خپل رول لري چې وې لوبوي، د هغوي اغیزه پدې پروسه کې مهمه ده او هیله لرم چې په با ارزښته شکل سره یې استعمال کړي ترڅو د سولې بهیر وهڅوي.‪"‬

دا ډول په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي چې د جرمني د بن په کنفرانس کې هیڅ توقع نه لري چې طالبان دې برخه واخلي او د طالبانو حضور پدغه غونډه کې ناشونی دی.

هغه وویل دا کنفرانس به د افغانانو له خوا رهبري کیږي او جرمني یوازې کوربه دی.

سفیر کراکر دا ډول وویل چې دی او د سفارت نوی ټیم یې پوره هڅه کوي چې له افغان حکومت سره یو ځای ګډې هڅې پرمخ بوځي او جمهور رئیس کرزی له کلونو له نېږدې پيژني او هغه متعهد، زړه ور جمهور رئیس دی.

XS
SM
MD
LG