د لاس رسي وړ اتصالات

رسول: پاکستان دي د افغانستان پر خاوره بریدونه دستي ودروي


افغانستان خبرداری ورکړی دی چې د پاکستان سره یې د مخه لا اغیزمنې شوې اړیکې د هغو بریدونو له امله نورې پیسي خراپېږي چې پاکستان یې د افغانستان مربوط سیمو باندې کوي.


د افغانستان د باندنیو چارو وزیر زلمي رسول د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چې هیواد یې غواړي چې دغه بریدونه په سمدستي او بشپړه توګه ودریږي. ښاغلي رسول وویل: ،،مونږ غواړو چې دغه بریونه سمدستي ودریږي. ددغو بریدونو له کبله په لسګونو تنه افغانان وژل شوي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي. که چیري پاکستان دا کار ونکړي نودغه بریدونه به پر دوه اړخیزو اړیکو باندي منفي اغیز وکړي او د سولې، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخوو کې به پر دوه اړخیزو همکاریوو منفي تاثیرات واچوي.،،

پاکستان په واري واري پر افغانستان تور لګولی دی چې په دغه هیواد کې یاغیانو ته پناه ورکوي او له امله یې پاکستان د ګواښ سره مخامخېږي چې وروسته بیا دغه هیواد د یاغیانو پرضد په بریدونو لاس پوري کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استاځی عبدالحسین هارون داسي وايي: ،،مونږ په سرحد کې د افغانستان او نړیوالو په پرتله څو چنده قواو ځای پر ځای کړي دي چې یو دلیل به یې همدغه هم وي چې د لویدیځ له خوا دومره بریدونه ولي کېږي. سره له دې چې مونږ د ګرانو انساني او اقتصادي لګښتونو سره مخامخ یو مونږ په خپل عزم او اراده کې اوس هم ثابته یوو.،،


په عین حال کې د ملګرو ملتونو خاص استاځي ین کوبیش د امنیت شورا ته د طالبانو پرضد د ولسي پاڅونو په هکه معلومات ورکړل چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې رامنځ ته شوي دي. نوموړي وویل چې نوي انکشافات زیات تحلیل ته اړتیا لري ځکه تاوتریخوالی په نوي شکل راښکاره شوی دی چې ډیر پیچلی او مغلق دی .

کوبیش وویل چې نوي مقاومتونو د طالبانو پرضد دي خو د حکومت په طرفدارې کې نه دي.خاص استاځي وویل چې د امنیت او عدالت لپاره د خلګو هیلو دوي مجبوره کړل چې په خپله اقدام وکړي چې په دې سره د امنیتي چاپیریال د پر څو برخو ویشتل کېدلو خطر رامنځ ته کېږي.
XS
SM
MD
LG