د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پارلمان د بهرنیو کارپوهانو په اند


د افغانستان پارلمان د بهرنیو کارپوهانو په اند
د افغانستان پارلمان د بهرنیو کارپوهانو په اند

نن په داسی حال په افغانستان کی پارلمانی انتخابات کېږی چه پارلمان کوښښ کوی په هېواد کې دوسله وال پاڅون په منځ کې خپل غږ پورته کړی.

خو په بن کی دموافقې وروسته، د نهو کلونو دتېرېدلو باوجود لکه څنګه چه لازم ؤ، پارلمان لا تراوسه پوری خپل مقام ته نه دی رسېدلی.دبشپړېدلو کار ېې اوس هم روان دی.

د افغانستان پارلمان نهه کاله مخکی په بن کی دېوه نړېوال کانفرانس په نتېجه کې د طالبانو دحکومت دزوال نه وروسته جوړ شو.

دبن دموافقې له مخې دافغانستان پارلمان باېد دنوي دېموکراتېک حکومت سره په ېوه انډول کی ولاړ وی. اجراېېه قوې، مقننه قوې او قضاېه قوې باېد ېو شان واک او اختېار درلودلی، خو لکه څنګه دامرېکا دحربی پوهنتون استاذ پروفېسور لېری ګوډسن واېې داسی ونه شول او په نوي سېاسی نظام کې اجراېېه قوه برلاسی لری. زېات واک او صلاحېت دجمهور رېس حامد کرزي سره دی:

"زه په دې ېقېن لرم پارلمان کوښښ کوی چه خپل واک او اختېار پراخه کړی ، دېوې مستقلې ادارې په توګه تبارز وکړی او په خپل ځان کی دومره قوت او توان راپېدا کړی چه داجراېېه قوې په کار باندی اغېزه ولری، خو بېاهم تراوسه پوری لا دافغانستان پارلمان هغه مرحلی ته نه دی رسېدلی او دېوې ډېری کمزورې خور حثېت لری ، ډېر وس ېې نه رسېږی چه داجراېوی قوې مخه ونېسی."

مګر سږکال دجنورئ په مېاشت کی پارلمان خپل ېو څه قوت او طاقت وښوده او دکابېنی لپاره ېې دجمهور رېس حامد کرزي اولس نامزد وزېران مسترد کړل.

په افغانستان کی د اروپاېې اتحاد ېو پخوانی خاص استازی فرانسس ونېډرېل واېې چه ښاغلی کرزی دواری په دې هېله ناست دی چه داسی ېو ر تابعدار پارلمان به جوړ شی چه دهغه دوستان او ملګری به په کی وی :

" ځېنی خلک په دې عقېده دي چه جمهور رېس کرزی به دا ځلی دټګئ برګئ له لاری کوښښ وکړی داسی کسان برېالی شی چه هرې خبری ته به ېې غوږ نېسی او زه په خپله هم په دې ګومان ېم چه نوی پارلمان به دموجوده پارلمان نه دښاغلی کرزي زېات تابعدار وی مګر مشکل دادی چه ددې کار کول به ورته دا ځلی ډېر ګران وی."

ددی ېو دلېل دادی چه دځېنو څېړونکو په نظر په افغانستان کی داسی منظم سېاسی ګوندونه نشته چه په څو څو حوزو کی خپل کاندېدان رامېدان ته کړی، ځېنی ګوندون موجود دي خو هغوی په اصل کی دافرادو دلاس وسېلی دی. نو بنا پر دی ېو واحد او ېو موټی ګون دموجود نه دی چه نظم او ډېسپلېن ولری او دجمهور رېس په طرفدارئ راېې وګټی.

پروفېسور لېری ګوډسن واېې په افغانستان اېتلافونه د ګوندونو تر منځ نه بلکه دقومې اړېکو په بنسټ جوړېږی:

"پارلمان داسی ېو ځای دی چه تاجکان، هزاره ګان، ازبکان او نورو نورو قومونو او پرګنېو استازي په کی دي ، ټول ېې پښتانه نه دي چه دکرزي سره په ېوه اواز ودرېږی . هغوئ شاېد دډېرو شېانو سره مخالفت وکړی او دخپلو قومونو په سترګو کی خپل اعتبار پوخ کاندی. هغوئ به دډېرو هغو کارونو سره مخالفت وښی چه ښاغلی کرزې ېې د ېوه پښتانه په صفت اجرا کول غواړی."

ونېډرېل واېې چه پارلمان او س هم زېار باسی چه د وسله والو مخالفانو د پاڅون په اوج کی خپل غږ پورته کړی

"دا خبره درسته ده ، پارلمان لکه څنګه چه ښېې هغسې بشپړتوب نه لری او د ېوې ډلې او بلې ډلې ترمنځ د راېو داخېستلو لپاره ډېری زېاتی پېسی هم خرڅ کېږی مګر د ا د شروع مرحله وه ، زما په فکر باېد دپارلمان دملاتړ نه مونږ لاس وانه خلو."

چښاغلی وېنډرېل چه په کال ېو دپاسه دوه زره مېلادی کی موافقې دلاس کولو په وخت په بن کی موجود ؤ او اوس هم دافغانستان په باب د ډېرو دېپلوماتانو سره تماس ساتی ، په دې فکر د یچه ېو ډېر شمېر لوېدېز هېوادونه دافغانستان پارلمانی انتخابات دومره مهم نه ګڼی:

"لوېدېز حکومتونه ددی خبری چندان زېاته پروا نه لری چه دا انتخابات عادلانه دی او که نه.

هغوئ دډېر ی مخکی نه دی مفکوری نه صرف نظر شوی دي چه په افغانستان کی دې د اعتبار وړ انتخابات وشی او څرنګه چه دا واری دجمهوری رېاست لپاره نه بلکه د پارلمان لپاره انتخابات کېږی، زه فکر نه کوم چه په لوېدېز کی به زېات حکومتونه او ېا په بل کوم ځای کی کوم حکومت ددې خبری سره ډېره علاقه ولری چه په څه ډول دا انتخابات سر ته رسول کېږی"

خو بېا هم، دامرېکې دحربی پوهنتون استاذ پروفیسور لېری ګوډسن واېې که لوېدېز هېوادونه ددی انتخاباتو خېال نه ساتی لازمه چه باېد حتما ېې وساتی ځکه چه:

د امرېکا دستراتېژئ لپاره ډېر اهمېت لری . دامرېکا ټوله ستراتېژی په دې باندی ولاړه ده چه ېو اعتباری حکومت باېد موجود وی ترڅو وکولی شی په موثره توګه کا روکړی او بل کال دپلان سره سم افغانستان نه دامرېکاېې عسکرو دراوېستلو لپاره لاره خلاصه کړی.

امرېکا او لوېدېزو انډېوالانو ېې درشوت خورئ، او اختلاس له امله دکرزي په حکومت انتقادونه کړی دي . څېړونکی واېې چه اداری فساد دجمهور رېس کرزي اعتبار ته تاوان رسولی دی. کوم پارلمان انتخابات چه په کال پنځه دپاسه دوه زره کی شوی ؤ په پراخه پېمانه دټګئ برګئ الزامونه دښاغلي کرزي په حکومت باندی لګېدلی ؤ.

XS
SM
MD
LG